امیر خان متقي د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته لاړ

۲۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نن د یکشنبې په ورځ د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته سفر وکړ.

ضیا احمد تکل د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، چې د طالبانو پلاوی به له قطري چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه قطر ته د امیر خان متقي د سفر په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او د سفر دقیق هدف لا هم څرګند نه دی.
تر دې مخکې د روان کال د وري میاشتې په ۲۸ مه نېټه، متقي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالعزیز ال الخلیفي په ټیلیفون خبرې کړې وې.

په دغه خبرو کې د ډېپلوماتیکو اړیکو پر پراختیا او په نږدې راتلونکي کې قطر ته د امیر خان متقي د سفر په اړه خبرې شوې وې.

که څه هم هغه مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دغه سفر د دقیقې نېټې او هدف په اړه جزئیات نه وو ورکړي، خو د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند تایید کړه، چې متقي نن قطر ته په سفر روان شو.

قطر د طالبانو ملاتړی او ددې ډلې د سیاسي دفتر او له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو د بهیر کوربه هېواد ګڼل کیږي.

نور خبرونه

رادیو