د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، چې د اپرېل میاشتې له پیله تر اوسه پورې ۱۲۰زره کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه لیکلي، په اېستل شویو کډوالو کې ښځې او نجونې هم شاملې دي چې په افغانستان کې زدهکړو او کار ته د محدود لاسرسي له امله له ناڅرګنده راتلونکې سره مخ دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ټینګار کوي، چې دوی د کډوالو لپاره د بېړنیو مرستو او ملاتړ خدمتونو چمتو کولو هڅه کوي؛ خو په دې برخه کې لا زیاتو مرستو ته اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستاني رسنیو د ورکړل شویو شمېرو پر بنسټ، (د مارچ له ۳۱مې د اپرېل تر ۲۶مې نېټې پورې) له ۲۵۰ زرو څخه ډېر افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.
ټاکل شوې، چې پاکستان د افغان کډوالو د ستنولو په دویم پړاو کې د «اې سي سي» کارت لرونکي اته سوه زره افغان کډوالو تر څنګ بې اسناده افغانان هم له خپل هېواده وباسي.
په دغه هېواد کې له دوه مېلیونو ډېر افغان کډوال مېشت دي او د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې د جبري اېستل کېدو څخه یې ډډه وکړي؛ خو پاکستان لاهم د دغه کډوالو ستنولو ته دوام ورکړی دی.