خالد حنفي: اسلامي نظام کې مشري میراثي نه ده

۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو د اورېدو وزیر خالد حنفي ویلي، چې په اسلامي نظام کې مشري میراثي بڼه نه لري او زوی د پلار ځای ناستی نشي کېدلای.

نوموړي دغه څرګندونې له یو شمېر بهر مېشتو افغانانو سره په ناسته کې کړي دي.

هغه زیاته کړې، چې په اسلامي نظام کې مشري د قدرتي انرژۍ په معیار ده.

د طالبانو دغه وزیر په وینا:« باید انسانان د بل له غلامۍ خلاص شي او یوازې د الله بنده‌ګۍ ته یې مخه کړای شي.»

خالد حنفي داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د هغه په ګډون د دغه ډلې نور لوړپوړي چارواکي د خپل مشر ملا هبت الله اطاعت پر افغانانو لازم ګڼي.

ځینو سختدریځو طالبانو بیا ان خپل مشر د نړۍ د مسلمانانو امیر بللی او ټینګار یې کړی، چې باید د هغه امرونه ومني.

یو شمېر دیني عالمانو بیا نیوکې کړې، چې طالبان د خپل مشر اطاعت په نوم خلک د بنده بنده‌ګۍ ته وربولي او د اسلامي شریعت اصلي احکام یې له پامه غورځولي دي.

همدا راز د حنفي څرګندونو کې د اسلامي نظام د نه میراثي کېدو مسئله داسې مهال یادېږي، چې د دغه ډلې ځیني غړي د خپلو پلرونو او کورنیو د مخینې له مخې په لوړو دندو ګومارل شوي دي.

د دغه ډلې د ملي دفاع وزیر یعقوب مجاهد د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر زوی دی او د سراج الدین حقاني د کورنۍ یو شمېر غړي هم په لوړو دندو ګومارل شوي دي.

ملا هبت الله بیا په کندهار کې واک قبیلوي کړی او د «نورزیو» قبیلې ته چې دی ورسره تړاو لري ډېره پاملرنه کړې ده.

همدا راز د طالبانو د بېلابېلو وزیرانو او والیانو د کورنیو غړي هم په دولتي دندو ګومارل شوي او د واک میراثي بڼه یې رامنځته کړې ده.

له دې سربېره د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر عباس ستانکزی پر ملا هبت الله د نیوکو له کبله له تېرو څو میاشتو راهیسې له کابله وتلی دی.

هغه ویلي و، چې ملاهبت الله د خپل شخصي طبعیت له مخې د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لګولي دي او دا پرېکړې یې هېڅ ډول اسلامي بنسټ نه لري.

هغه له طالبانو غوښتي و، چې د خپل مشر بنده‌ګي دې نه کوي او یوازې دې د «اسلامي شریعت او الاهي احکامو» پیروي وکړي.

هغه د خپلو دغو توندو څرګندونو له کبله په متحده عربي اماراتو کې مېشت دی او ملاهبت الله یې د نیول کېدو امر هم کړی دی.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم او د دغه ډلې د کابینې د یو شمېر غړو تر څنګ والیان یې هم په خپلو ویناوو کې خلک د خپل مشر اطاعت ته رابولي.

نیوکې دا دي‌، چې ملاهبت الله د «اسلامي شریعت» په نوم افغانستان په خپله ولکه کې نیولی او هره برخه یې د خپل طبعیت له مخې د خپلې ډلې په انحصار کې راوستې ده.

نور خبرونه

رادیو