یونېسف: ۲۰۲۴‌کال کې له دوه مېلیونو زیات افغان ماشومان د «شري ناروغۍ» پر ضد واکسین شوي

۵ ساعتونه مخکې

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق (یونېسف) وايي، چې په ۲۰۲۴ کال کې له دوه مېلیونو زیات افغان ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، د شري ناروغۍ پر وړاندې واکسین شوي دي.

یونېسف ویلي، دوی له خپلو شریکانو سره په ګډه کار کوي؛ څو ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان په هر ګوټ کې ماشومان د شري په څېر د مخنیوي وړ ناروغیو څخه خوندي پاتې شي.

یونېسف دا خبره د یکشنبې په ورځ (د غويي ۷مه) پر اېکس پاڼه لیکلې او زیاته کړې یې ده، چې واکسین کول د هر ماشوم لپاره که هر چېرې وي خورا اړین دي.

له دې وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی و، چې په ۲۰۲۵ کال کې به د ټول هېواد په کچه د شري ناروغۍ پر ضد د واکسین یو ستر کمپاین پیل کړي چې شپاړس مېلیونه ماشومان به تر پوښښ لاندې راولي.

بل خوا د بې پولې ډاکټرانو سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې د افغانستان په درېیو ولایتونو هرات، بلخ او هلمند په هغو روغتونونو کې چې دوی یې ملاتړ کوي، د شري ناروغي زیاته شوې ده. دغه سازمان ویلي و، هره ورځ لږ تر لږه یو ماشوم په افغانستان کې د دغې ناروغۍ له امله مري.

په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو استازي مېکاییل لو پاه ویلي:« شری یوه ګواښوونکې ناروغي ده، په ځانګړې توګه د هغو ماشومانو لپاره چې د خوارځواکۍ یا د سوري زړه له ستونزو سره مخ دي؛ خو د دغې ناروغۍ مخنېوی د واکسین له لارې شونی دی.»

د شري پر ناروغۍ تر ډېره د ګرمې هوا لرونکي هېوادونو خلک اخته کېږی.

دغه ناروغي د کمزوري دفاعي سېسټم لرونکو ماشومانو کې ډېر پېښېږي، چې تبې، له سترګو د اوبو بهېدل، د سترګو سوروالی، د سر درد، د ملا درد، ټوخی او د ستوني درد ورسره راڅرګندېږي.

روغتیاپالان وایي، د شري په نښو نښانو کې د مخ، غاړې، مټو او د بدن بهرنی پوستکی سوروالی پیدا کوي. بیا پرې کوچنۍ، کوچنۍ دانې راخېژي او پرې د اخته کېدو وروسته د قبض ستونزه، د لوږې لمنځه تلل، نارامي او د بې هوښۍ په څېر حالتونه په ناروغ راځي.

نور خبرونه

رادیو