د ایران بهرنیو چارو وزير عباس عراقچي د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتريخوالي د کمولو لپاره د منځګرتوب وړانديز کړی.
نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي: «د خپلو دواړو ګاونډیانو د پيړیو کلتوري او تمدنې اړيکې راته لومړیتوب لري.»
په کشمېر کې پر سېلانیانو تر بريد او د هند او پاکستان د اړیکو تر ترينګلتیا وروسته د ایران بهرنیو چارو وزير عباس عراقچې ویلي: «تهران چمتو دی چې د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ خپلې ښې اړيکې وکاروي؛ چې په دې سخت وخت کې د زیات تفاهم فضا رامنځته کړي.»
جیونیوز هم د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د اعلاميې له مخي ویلي، په سختو وختونو کې تهران چمتو دی چې د هند او پاکستان ترمنځ د تفاهم ترلاسه کولو لپاره هره ممکنه هڅه وکړي.
له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره په ټیلیفوني خبرو کې هم ويلي و، چې تهران چمتو دی د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او د سیمه ییز ثبات د ودې لپاره رول ولوبوي.
جیونیوز زياتوي، چې اسحاق ډار د ایران د رغنده او مسولانه چلند ستاینه کړې او ویې ویل چې پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو بریالیتوب غواړي.
د جیونیوز په خبر کې راغلي، چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان هم د پاکستان او هند د بهرنیو چارو له وزیرانو سره اړیکه نيولې او د سیمه ییز وضعیت، د تاوتریخوالي کمولو او ثبات راوستلو لپاره د اقداماتو په اړه خبرې کړي.
د همدې معلوماتو له مخي، چې د سعودي او هند بهرنيو چارو وزيرانو خبرې زياتره د کړکېچ د کمولو پر موضوع متمرکزې وې.