په پېښور کې پر ګاډي د بريد له کبله ۵ تنه وژل شوي او ۲ زخمیان شوي دي

۱۸ ساعتونه مخکې

په پېښور کې امنیتي چارواکي وايي، د دغه ښار په فقیر اباد کې پر ګادي د برید له کبله ۵ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

امنیتي مسولين زياتوي، چې پېښه د شخصي دوښمني له کبله ده.

د پېښور پولیسو مشر ډي ایس پي عمرخان اپريدې تر پېښې وروسته په سيمه کې خبريالانو ته ویلي، چې بریدګر تښتېدلي او د نیولو لپاره یې عملیات پيل شوي دي.

نوموړي ویلي، چې ټپيان یې د سيمې لوی روغتون ته انتقال کړي دي.

پولیسو په پېښه کې د وژل شویو او ټپيانو پېژندنې هم نشر کړې او زياته کړې یې ده، چې په پېښه کې د قربانیانو د کورنۍ له لوري یې دا قضيه رسمي ثبت کړې.

نور خبرونه

رادیو