پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو پر دوام د شنبې په ورځ د تورخم له لارې ۷۲۸ کسان په جبري توګه افغانستان ته لېږلي دي.
یاد شمېر کسان د ۱۵۲ کورنۍ غړي دي، چې پکې ۱۵۲ نارینه، ۱۳۰ښځې او ۴۴۶ ماشومان شامل دي.
د خېبر پښتونخوا حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د لنډي کوتل (حمزه بابا کمپ) څخه د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۲۶مه نېټه، افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر دوام درلود.
د دې ورځې تر پایه، له دغه انتقالي کمپ څخه ټول ۷۲۸ تنه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې په دغه کډوالو کې د ACC کارت لروونکي او هغه افغانان شامل دي، چې د اوسېدو قانوني اسنادونه یې نه درلودل.
د خیبر پښتونخوا حکومت د معلوماتو له مخې، په دغو ستنو شویو افغان کډوالو کې د ACC کارت لرونکو ۱۱ کورنۍ (۵۶ تنه) او د ناقانونه کډوالو ۲۷ کورنۍ (۱۲۲ تنه) یاد شوي دي.
چارواکي وایي، دغه بهیر د ایستنې مهالوېش او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ له مخې دوام لري.
پاکستان له تېرو څو میاشتو راپدېخوا په دغه هېواد کې د افغانانو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره کړي، کور په کور د پولیسو له خوا چاپې اچول کېږي او افغان کډوال له نیولو وروسته په جبري افغانستان ته ستنوي.
پاکستان له ۲۰۲۳ کال نه تر اوسه نږدې یو مېلیون افغان کډوال جبري افغانستان ته ستانه کړي دي.
ملګرو ملتونو او د بشر حقونو نړۍوالو سازمانونو د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان دغه اقدام غیر قانوني او غیر انساني بللی او له دغه هېواد یې په وار - وار غوښتي، چې د جبري اېستلو دا لړۍ ودروي.
تر اوسه پاکستان بیا دغه غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.