د پاکستان پوځ: د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې مو ۱۵ وسله وال وژلي دي

پرون

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) ویلي، چې د خېبرپښتونخوا په درېیو بېلابېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۵ وسله‌وال وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د خېبرپښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې یې امنیتي ځواکونو د وسله والو پټنځایونه په نښه کړي، چې له امله یې اته وسله وال وژل شوي دي.

د اعلامیې له مخې، په شمالي وزیرستان کې هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ مخامخ نښته کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

د ISPR د معلوماتو له مخې، دا عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي.

په اعلامیه کې راغلي، چې په شمالي وزیرستان کې له وسله والو سره په نښته کې د دوی دوه پوځیان هم وژل شوي.

اعلامیه وړاندې زیاتوي، چې ځواکونو یې په سوېلي وزیرستان کې هم پوځي عملیات کړي او درې نور وسله وال یې وژلي دي.

پوځ وایي، له وژل شویو وسله‌والو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د ISPR په وینا، وژل شوي کسان په بېلابېلو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل وو.

په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي، چې په سیمه کې د پاتې نورو وسله‌والو د له منځه وړلو لپاره د تصفیې عملیات دوام لري.

یاده دې وي، چې په پاکستان کې امنیتي حالت د نور وختونو په پرتله ډېر خراب شوی، په تېره خېبرپښتونخوا او بلوچستان هغه ایالتونه دي چې د ناامنۍ خبرونه ترې ډېر ترلاسه کېږي.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره خېبر پښتونخوا کې ناامنۍ زیاتې شوې، په ځانګړي ډول بیا ډيورنډ کرښې ته څېرمه قبایلي سیمو کې د وسله والو فعالیتونه زیات شوي دي.

داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې په دغو سیمو کې وسله والو په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې وسلې ترلاسه کړي او اوس پرې د پاکستان له امنیتي ځواکونه سره نښتې کوي.

نور خبرونه

رادیو