زلمی خلیلزاد: په پاکستان کې لا هم ګواښوونکې ترهګرې ډلې شته

۱۴ ساعتونه مخکې

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون ویلي، چې اسلام اباد همداراز د افراطي او ترهګرو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړی.

زلمي خلیلزاد د شنبې په ورځ (د غویي ۶مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې د پاکستان دفاع وزیر د خپل هېواد تېر ملاتړ د ترهګرو او توندلارو ډلو سره یوه تېروتنه بللې ده، خو خواشیني دا ده چې کره راپورونه لا هم د پاکستان دننه د ګواښوونکو ترهګریزو ډلو د شتون ښکارندویي کوي.
نوموړي لیکلي: «د بېلګې په توګه د "اسلامي دولت د خراسان څانګه" (ISKP) لا هم په دغه هېواد کې د ترهګرو روزنیز کمپونه لري. راپورونه وایي چې د مارچ په منځ کې، د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د بولان سیند ته څېرمه غرونو کې، بلوڅ ملتپالو جنګیالیو پر یو داعش کمپ برید وکړ. ویل کېږي چې شاوخوا ۳۰ داعش جنګیالي، چې پکې د ترکیې، هند، تاجکستان او ازبکستان اتباع هم شامل وو، وژل شوي او کمپ له منځه تللی. که دا راپورونه ریښتیا وي، نو د دې کمپ شتون به د پاکستان د پوځ استخباراتو نه پټ وي، په ځانګړي ډول که پاکستان په رښتیا د ترهګرۍ ختمولو هوډ لري.»

خلیلزاد وړاندې لیکلي، چې اسلام‌‎اباد باید د داعش او نورو ترهګرو ډلو شتون ته جدي پام وکړي، ځکه دا نه یوازې خپله پاکستان، بلکې ټولې سیمې او نړۍوالې ټولنې ته ستر ګواښ دی.

د افغانستان لپاره د امریکا یاد پخوانی ځانګړی استازی زیاتوي: «اوس باید ټولو درک کړې وي چې د ترهګرۍ سره د تاکتیکي موخو لپاره لوبې کول یو فاجعه‌بار کار دی، چې پایله یې تل خطرناکه وي.»

تر دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په خپل اېکس کې لیکلي وو: «نن، هغه کسان چې موږ په ترهګرۍ تورنوي باید موږ ته ووایي چې اسامه بن لادن چا پاکستان ته راوست؟ څوک یې په خوا کې وو؟ دا په حقیقت کې د شوروي اتحاد او امریکا ترمنځ جګړه وه او نوم یې جهاد و. د اسلام او کفر ترمنځ جګړې ته د اړولو لپاره، د بن لادن په څېر خلک پاکستان ته صادر شول او وروسته له هغه چې موخه یې څرګنده شوه، پاکستان یوازې پاتې شو او موږ نن هم د دې ترهګرۍ او د هغې د تورونو سره مخ یو.»

په پاکستان کې د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه تر هغه وروسته تاوده شول، چې په هندي کمشیر کې وسله والو ۲۴ سیلانیان ووژل او د هند حکومت پاکستان تورن کړ، چې په دغه پېښه کې لاس لري.

تازه د دواړو هېوادونو (هند پاکستان) ترمنځ اړیکې خورا ترینګلي حالت ته رسیدلي، دواړو لورو یو بل ته د جګړې ګواښونه کړي او یو شمېر بندیزونه یې په یو بل وضع کړي دي.

نور خبرونه

رادیو