نقوي: پاکستان د پهلګام برید په اړه بې طرفه تحقیقاتو کې همکارۍ ته چمتو دی

۱۸ ساعتونه مخکې

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، هېواد یې چمتو دی له هر هغه بې طرفه لوري سره بشپړه همکاري وکړي، چې د پهلګام برید په اړه تحقیقات کوي.

محسن نقوي یو ځل بیا د دې پېښې په اړه د پاکستان د بې پرې پلټنو غوښتنه تکرار کړه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي نن په لاهور کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې پاکستان په پهلګام پېښه کې هیڅ ډول لاس نه لري.

هغه وویل:«پاکستان واضح دریځ لري - موږ یو سوله ییز ملت یو»

هغه زیاته کړه، چې پاکستان په نړۍ کې هرچیرې د ترهګرۍ غندنه کوي.

هغه همدارز ادعا وکړه، چې پاکستان په ترهګرۍ کې د هند د لاس لرلو کره شواهد لري.

هغه ټینګار وکړ، چې که د پاکستان د حقونو د تر پښو لاندې کولو کومه هڅه وشي، "هر وګړی به یې تر وروستۍ ساه پورې مبارزه وکړي."

هغه دا هم وویل، چې هند نشي کولی د پاکستان اقتصادي پرمختګ هضم کړي، نوی ډېلي په نړیواله کچه د پاکستان د بدنامولو هڅه کوي.

نقوي وویل:«د هند هڅې چې د پهلګام پېښه د پاکستان سره اړیکې لري، بې اساسه او له وخته مخکې ده»

نقوي زیاتوي پاکستان د نړۍ په وړاندې د حقیقت څرګندولو ته ژمن دی.

له دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هند ته د پهلګام پېښې په تړاو په بې پرې څېړنو کې د همکارۍ وړاندیز وکړ.

هغه خبرداری هم ورکړ، چې که هند کوم نظامي ګام واخلي، نو ورته ځواب به وګوري.

د هند او پاکستان اړیکې له هغې وروسته ترینګلې او په تاوتریخوالي بدلې شوې، چې د اپرېل پر ۲۲مه د هند تر واک لاندې کشمیر کې وسله والو ۲۶ هندي سېلانیان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.

نور خبرونه

رادیو