د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته ویلي، چې په امریکا کې د افغان کدوالو دوسیې به د دغه هیواد د محکمو له خوا څېړل کیږي.
کارولین ټینګار وکړ، چې د ډونالډ ټرمپ اداره هڅه کوي، چې د امریکا د کډوالۍ قانوني بهیر بیا پیل کړي.
هغې وویل، هغه کډوال چې د بایډن د ادارې پر مهال متحده ایالاتو ته داخل شوي او لنډمهالی مصونیت یې ترلاسه کړی، هغه مصونیت دایمي نه دی او له یوې ټاکلې مودې وروسته به پای ته ورسېږي.
د سپینې ماڼۍ ویانده وايي، د هغو کسانو لپاره چې امریکا ته داخل شوي او غواړي د پناه غوښتنه وکړي، یوه قانوني پروسه ده او «قضیې به یې د قاضي له خوا د هغوی د قضیو په اساس وڅیړل شي.»
اغلې لیویت د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه له مسیحیانو سره د مرستې د پای ته رسیدو په اړه یې وویل: «اجازه راکړئ چې یو څه درته روښانه کړم، دا موږ پای ته نه دی رسولی؛ بلکې د پای نېټه یې پوره شوې ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې فاکس نیوز خبر ورکړ، چې د ټرمپ ادارې د کډوالۍ د تګلارو له امله سلګونه عیسوي افغانان د شړلو له جدي ګواښ سره مخ دي.
د دغه راپور له مخې مذهبي مشرانو د ډونالډ ټرمپ پر ادارې غږ کړی، چې له امریکا څخه د افغان مسیحیانو د اخراج مخه ونیسي.
دوی ویلي، چې د کډوالو ایستل به زیانمنونکي خلک په ځانګړې توګه افغان عیسویان د «طالبانو له سخت ګواښ» سره مخامخ کړي.
د يادونې وړ ده، چې سپينې ماڼۍ ته له راستنېدو وروسته د کډوالۍ په اړه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اجرايوي فرمان په لسګونو زره افغان کډوال، چې د امريکا متحدين بلل کېږي، له تېرو درېيو مياشتو راهيسې په یوه نامعلوم حالت کې پاتې دي.