په سویلي ولایتونو کې د تاریاکو کاروباریان وايي، چې په روانه اونۍ کې د اومو تاریاکو بیه پنځوس زره افغانۍ (دوه لکه کلدارې) او د بېس (پروسس شويو تریاکو) بیه تر ۱۰۰ زره افغانیو پورې ( ۴۰۰ زره کلدارو) لوړه شوې ده.

د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د اومو تاریاکو بیې له څو میاشتې ځنډ وروسته یو ځل بیا په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي.

د هلمند او کندهار په ولایتونو کې سوداګر وایي، چې د طالبانو له خوا د محدودیتونو د نرمېدو او پټې همکارۍ له امله بازار یو ځل بیا تود شوی.

همدا یوه اونۍ وړاندې د تاریاکو په بازارونو کې یو من (څلور نیم کیلوګرامه) خام تاریاک په شاوخوا ۱۰۰ زره افغانۍ ( ۴۰۰ زره کلدارو) پلورل کېدل خو اوس همغه تاریاک په ۱۵۰ زره افغانۍ (۶۰۰ زره کلدارو) پلورل کیږي.

د رفیع الله په نوم د تاریاکو یوه کاروباري د تاریاکو د بیو لوړیدو په اړه له افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په خبرو کې وویل:« مخکې چې تاریاک په څلور لکه کلدارې وو، هغه اوس په شپږ لکه کلدارې دي. او د بېسو قیمت خو تر پخوا اوس څلور لکه کلدارې لوړ شوی دی.ځینو کسانو پکې ګټه وکړه او ځینې بیا سخت تاوانیان شول».

بیس، چې پروسس شوي تاریاک بلل کېږي، بیې یې هم لوړې شوې دي.

د هلمند د موسی کلا په ګډون د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې له ممانعت سره سره تاریاک کرل شوي

د تاریاکو کاروباریان د نشه يي توکو په کارخونو کې اومه توکي د اور په واسطه پروسس کوي او له یو من خامو تریاکو څخه نږدې یو نیم کیلوګرام بیس په لاس ورځي. د بیس له پروسس کولو وروسته بیا هیروین، کرسټال او نور نشه یې مواد ترلاسه کیږي.

د کاروباریانو په وینا، یو کیلو بیس چې پخوا په اته سوه زره کلدارې پلورل کېدل، اوس یې بیه۱۲سوه زرو ته رسېدلې.

دوی وایي، چې د بیې لوړیدو عمده لامل دا دی چې دغه مواد اوس له هېواده وځي: «که له افغانستان نه نه وتلای، قیمت به یې هم لوړ نه وای».

د تاریاکو دغه کاروباریان وايي، چې د نشه یې توکو بیې د هرې ورځې په تېریدو سره لوړیږي.

د نشه یې توکو سوداګر وايي، د هلمند او کندهار په ډيرو ولسوالیو کې طالبانو د تریاکو د پیر او پلور ازاد مارکیټونه بند کړي، خو اوس بېرته د طالبانو له ممانعت پرته د نشه یې توکو کاروبار کیږي.

سرچینه وايي:«چې د طالب همکاري نه وي، څوک دا کار کولی شي؟ هر قوماندان خپل د دې برخې کسان لري، د هغوی ټولو ارتباطات له قاچاقبرانو سره دي. د هلمند، کندهار، ننګرهار او بدخشان څخه بیا تر صفري نقطو د تریاکو انتقال ټول د طالبانو په همکارۍ کیږي».

سرچینې وايي، چې د تاریاکو د پیر او پلور د لوړې کچې تر څنګ په ټیټه کچه دغه کاروبار د واټساپ او ټیلګرام ګروپونو له لارې کیږي او د تاریاکو د بیو لپاره عمومي واټساپ ګروپونه دي چې د هرې ورځې د بیو په اړه معلومات پکې خپریږي.

د نشه یي توکو ځینې سوداګرو د نوم نه ښودنې په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې له یو ولایت څخه بل ته او بیا د افغانستان تر پولو د نشه یې توکو په لیږد کې طالبانو ته ونډه ورکول کیږي او د تاریاکو د بیو د لوړیدو یو دلیل همدا دی، چې طالبانو په لیږد رالیږد کې قاچاقبرانو ته اسانتیا برابره کړې ده.

نوموړی زیاتوي، « که طالبانو له دې کار څخه ګټه نه ترلاسه کولی، نو څنګه څوک دا جرئت کولای شي چې د واټساپ عمومي ګروپونه جوړ کړي. د هرې سیمې طالب هغه که په لوړه سطح وي او که په ټیټه سطح په دغه کاروبار کې شریک دی، هغوی خپل مالونه لري، خپل کاروبار لري».

افغانستان انټرنشنل ته ځینې انځورونه هم رسېدلي، چې ښيي د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د تاریاکو کروندو ګل کړی او په نږدې څو ورځو کې حاصل ټولولو ته چمتو دي.

سرچینې وايي، د هلمند د موسی کلا، کجکي، واشیر او باغران ترڅنګ د کندهار په میانشین، شاولي کوټ، میوند، غورک، نېش او یو شمېر نورو ولسوالیو کې پر زیاته ځمکه د تاریاکو او چرسو کروندې کرل شوې دي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو ضد دفتر (UNODC) هم په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، چې د تاریاکو بیې په افغانستان کې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي او دغه وضعیت د لویو قاچاق وړونکو لپاره ستر فرصتونه رامنځته کړي دي.

رپوټ زیاتوي، چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه د یو کیلوګرام خامو تاریاکو قیمت ۷۵۰ امریکایي ډالرو ته رسېدلی و، خو اوسني قیمتونه تر دې هم لوړ شوي دي.

سره له دې چې طالبان په رسمي ډول د نشه‌يي توکو کر، تولید او قاچاق بند ګڼي، خو له ولایتونو څخه تر پولو د قاچاقبرو ازاد تګ‌ راتګ، د دوی د خپلمنځي پټو همکاریو ښکارندويي کوي.

نور خبرونه

رادیو