د جرمني سرپرست حکومت د پاتې افغانانو د انتقال برخلیک نوي حکومت ته سپارلی

۷ ساعتونه مخکې

د جرمني سرپرست حکومت اعلان کړی چې نور به د هغو افغانانو لپاره ځانګړي الوتنې نه تنظیموي، چې د جرمني د استوګنې رسمي ژمنې ‌یې ترلاسه کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د دې پرېکړې پخلی کړی، خو ویې ویل چې د ویزو بهیر او امنیتي ارزونې به دوام ولري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ ددغه هېواد رسنیو ته ویلي چې د ۲۶۰۰ پاتې افغانانو د انتقال برخلیک، چې د جرمني پخواني محلي همکاران او د هغوی د کورنیو غړي پکې شامل دي، نوی حکومت پرمخ وړي.

د ډویچلندفونک د رپوټ له مخې، د راتلونکو الوتنو په اړه پرېکړه به ښايي د نوي حکومت له جوړېدو وروسته وشي، چې تمه ده د مې میاشتې په پیل کې کار پیل کړي.

د سوسیال دیموکرات او شنو ګوندونو سرپرست حکومت تر دې وړاندې یو شمېر الوتنې تنظیم کړې وې، خو دا چاره د سوسیال مسیحي دیموکراتانو له نیوکو سره مخ شوه او اوس ویل کیږي ځنډېدلې دي.

د جرمني ډي پي اې اژانس د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد د امنیتي سرچینو په حواله خبر ورکړ، چې د چارشنبې ورځې پلان شوې الوتنې په اړه تر اوسه اړندو ادارو معلومات نه دي ور کړي، نو تمه نه کیږي، چې دغه الوتنه دې ترسره شي.

د نیدرزاکسن ایالتي ادارې یوه ویاند تایید کړه چې افغانان به نور د فریدلند ترانزیتي کمپ ته نه وروستل کېږي. دا کمپ د نویو راتلونکو لپاره د لنډمهاله استوګنې ځای دی او هلته یې تر داخلېدو دوه اونۍ وروسته نورو ایالتونو ته استوي.

وروستيو چارټر الوتنو افغانان برلین، هانوفر او لایپزیګ ته انتقال کړل، خو هغه نورې الوتنې چې په اپرېل کې پلان شوې وې، لغو شوې دي.

په جرمني کې د افغانانو پر انتقال نیوکې په دې وروستیو کې ډېرې شوې او د ټاکنو ګټونکي ګوند سي ډي یو له خپل ایتلافي ګوند اېس پي ډي سره په هوکړه لیک کې دې ته اشاره کړې، چې د منلو پروګرامونه به تر ممکنه حده محدودیږي او نوي پروګرامونه به نه پیلوي.

تېره چارشنبه د لایپزیګ په هوايي ډګر کې یوه الوتکه راکوزه شوې وه چې ۱۳۸ افغانان یې جرمني ته ولېږدول.

تر دې مخکې، د همدغه کال په اوږدو کې څو ورته الوتنې شوې دي، چې ټولټال پکې۴۶۱ کسان جرمني ته لیږدول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو