واشنګټن د طالبانو له بنده د امریکايي بندیانو په خوشي کولو کې د قطر د مرستې مننه کړې

۶ ساعتونه مخکې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له افغانستان نه د امریکايي بندیانو په خوشي کولو کې د قطر د هڅو مننه کړې او وايي، چې د منځني ختیځ ثبات او امنیت د امریکایانو د خونديتوب لپاره حیاتي دی.

دا څرګندونې هغه د قطر له صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره له لیدنې وروسته وکړې.

روبیو پر خپل اېکس له افغانستان څخه د امریکایي وګړو د خلاصون په برخه کې د قطر، په ځانګړې توګه دشیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني د هڅو مننه کړې ده.

په دې لیدنه کې دواړو چارواکو د سیمې پر تودو موضوعاتو بحث کړی، چې غزه، لبنان او سوریه پکې شامل وو. دوی ژمنه وکړه چې د امنیتي او اقتصادي همکاریو ترڅنګ، د سیمې د کړکېچونو د حل لپاره به ګډ کار ته دوام ورکوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دواړو خواوو د غزې دایمي اوربند ته د رسېدو لپاره د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

ال ثاني له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د ستونزو د حل یواځینۍ اغیزناکه لاره ډیالوګ دی او قطر به تل د دې لپاره هڅه کوي.

د سوریې په اړه ال ثاني وویل چې له روبیو سره یې د بندیزونو د لرې کولو موضوع هم شریکه کړې، چې دا به د سوریې د دولت د بیا فعالېدو لپاره مهم وي.

د قطر او امریکا شراکت اوس د واشنګټن لپاره د سیمه ییزو اهدافو د ترلاسه کولو یوه مهمه لاره ده، چې ډیپلوماسي یې د مستقیمو مداخلو بدیل ګرځولی دی. د افغانستان په قضیه کې له قطر سره همکاري د دې ستراتیژۍ برخه ده.

قطر، چې د سیمې له بېلابېلو لوبغاړو سره اړیکې لري، له اسلامي خوځښتونو نیولې تر لوېدیزو حکومتونو پورې ډېر ځله د امریکا لپاره مهم منځګړی پاتې شوی، په ځانګړي توګه هغه وخت چې مستقیمه اړیکه ممکنه نه وي.

نور خبرونه

رادیو