د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې په هندي کشمېر کې پر سیلانیانو وروستی برید غندلی او د وژل شویو کورنیو ته يې تسلیت ویلی.
په بريد کې ۲۶ تنه سیلانیان وژل شوي او ۱۷ ټپيان دي. د هند لومړي وزير ژمنه کړې، چې برید کوونکي به د انصاف کټارې ته راولي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: « د جمو او کشمير په پهلګام سيمه کې پر سيلانیانو برید د غندنې وړ دی او په پېښه کې د وژل شويو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوو.»
بلخي اندېښنه ښودلې، چې دغه ډول پېښې د سيمې امنیت او ثبات ته ګواښ جوړوي.
د دغه برید مسوولیت د « کشمیر مقاومت» په نامه یوې وسله والې ډلې پرغاړه اخېستی.
هند په دغسې پېښو کې ډېری مهال د پاکستان میشتو ترهګرو ډلو لاس ښکیل ګڼي خو پاکستان نن د دې پېښې د غندنې ترڅنګ خپله اندېښنه هم شریکه کړې.
د سې شنبې په ورځ د هند په جمو او کشمیر کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې ۲۶ کسان ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.
د طالبانو او هند اړیکې په دې وروستیو کې نږدې شوې او د یوې اسلامي اورپکې ډلې د برید غندنه ښيي، چې د طالبانو تر واک لاندې کابل ته له نوي ډیلي سره اړیکې مهمې دي.
دا د ۲۰۰۸ کال په ممبيي کې پر ولسي وګړو د ډزو له پېښې وروسته په هند کې پر ملکي وګړو تر ټولو بد برید بلل شوی او په کشمیر کې یې نسبي ارامي هم ګډه وډه کړې ده.
له دغې پېښې وروسته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سعودي عربستان ته خپل دوه ورځنی سفر لنډ کړ او د چارشنبې په سهار یې نوي ډیلي ته ځان ورساوه.