امرالله صالح: درې رنګه ملي بیرغ ته توهین کوونکي به له انزوا سره مخ شي

۲ ورځې مخکې

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې د افغانستان درې رنګي ملي بیرغ ته توهين او سپکاوي کوونکي به له انزوا سره مخ شي.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان د ملي بیرغ د بدلولو واک یوازې لویه جرګه لري.

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملي بیرغ د بدلولو واک لویه جرګه لري او یوازې اساسي قانون ملي بیرغ ښه تعریفولی شي.

صالح زياته کړې: «یوازينۍ اداره چې د افغانستان د ملي بیرغ د بدلولو واک لري، لویه جرګه یا ټول پوښتنه ده او یوازې اساسي قانون ملي بیرغ ښه تعریفولی شي.»

صالح ویلي، چې په نړۍ کې ګوندونه او حرکتونه ځان ته د خاص بیرغ ټاکلو حق لري خو د ملي سمبول په توګه نه پېژندل کېږي.

د نوموړي په وینا، د ملي بیرغ د توهين او سپکاوي هڅې پایلې نه ورکوي، « د دې بیرغ د توهين یا سپکاوي هره هڅه به نه یوازې بې ګټې وي، بلکې د مخالفینو د انزوا لامل به هم شي.»

په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر کسانو او کړیو له خوا ملي بیرغ ته د سپکاوي او توهين ویډیوګانې خپرې شوې دي.

دغه کړنه په برېټانیا کې د افغانانو فعالې نړېوالې شورا هم غندلې ده.

شورا په یوه خبرپاڼه کې ملي بیرغ ته سپکاوي کوونکي پردي پال بللي دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې هم د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ پر ځای د خپل تحریک بیرغ پورته کړی او پر ملي بیرغ یې بندیز لګولی دی.

نور خبرونه

رادیو