حامد کرزي د هند په کشمير کې پر سیلانیانو برید وغنده

۴ ساعتونه مخکې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند په کشمېر کې پر سيلانیانو وروستی برید غندلی او دا يې یو ترهګریز برید بللی دی.

نوموړي د قربانیانو له کورنۍ او هند حکومت سره خواخوږي ښودلې.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه د هند په کشمېر کې پر سېلانیانو بريد غندلی او لیکلي يې دي: «د هند په جمو او کشمېر کې پر ملکي وګړو ترهګريز برید په کله غندم، د قربانیانو کورنيو، د هند خلکو او حکومت ته خواخوږي وړاندې کوم.»

طالبانو هم نن دغه برید غندلی او اندېښنه یې ښودلې، چې دغه ډول پېښې د سيمې امنیت او ثبات ته ګواښ پېښوي.

د سې شنبې په ورځ د هند په کشمېر کې په یوه وسله وال بريد کې ۲۶ تنه سیلانیان وژل شوي او ۱۷ ټپيان دي.

د هند لومړي وزیر خپل د سعودي عربستان سفر پای ته رسولی او نوي ډيلي ته له ستنېدو سره هممهاله یې د پېښې په اړه ځانګړې ناسته غوښتې ده.

نور خبرونه

رادیو