په لندن کې افغانانو او پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د یوه لاريون په ترڅ کې د پاکستان له حکومت نه غوښتي، چې د افغان کډوالو جبري ایستل بند کړي.
لاریون د بريتانیا پارلمان مخې ته شوی او له پاکستان نه د افغان کډوالو پر جبري ایستلو، وهلو، شکنجې او لوټلو پکې اندېښنې ښودل شوې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او یو شمېر افغانان د چار شنبې په ورځ د بريتانیا په پلازمېنه لندن کې د پارلمان مخې ته له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري اېستلو خلاف په لاریون راووتل.
لاریون والو له پاکستان نه دافغان کډوالو جبري ایستل له بشري حقونو سرغړونه یاده کړې او له پاکستاني حکومت یې غوښتي، چې د کډوالو د جبري ایستلو لړۍ بنده کړي.
په لاریون کې د پاکستان د حکومت او استخباراتي ادارې خلاف شعارونه ورکول کېدل.
دوی له پاکستان حکومته دا هم غوښتي، چې له زندانونو افغانان ازاد او د ښه ګاونډيتوب اصل پر ځای کړي. لاریونوالو ویل: «پاکستان دې د افغان، پښتون او بلوڅ نسل وژنه ودروي، له زندانونو دې افغانان او بلوڅان خوشي کړي.»
لاریونوالو په پاکستان کې د افغان کډوالو اوسېدل یو مجبوریت یاد کړی.
په همدې اونۍ کې پښتون ژغورنې غورځنګ په جرمني، هالنډ، بلجيم، ډنمارک، ټورنټو او یو شمېر نورو هېوادونو او سیمو کې هم له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او له هغوی سره د تاوتریخوالي پر ضد لاریونونه تر سره کړي.
پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې ۹۷۹ زره او ۴۸۶ افغان کډوال په زوره بېرته افغانستان ته استولي دي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې د افغان کډوالو پروسه با وقاره ترسره شوې، خو افغان کډوال د پولیسو له ناوړه چلنده شکایت کوي.