د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، چې د هبت الله د فرمان له مخې په فاریاب کې د فردوس، په لغمان کې د فراشغان او په بدخشان کې د پامیر په نوم درې نوي ولسوالۍ جوړې کړې.
طالبانو ویلي، چې دغه ولسوالۍ يې نفوس او سیمه ييزو اړتیاوو ته په پام جوړې کړې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اداري کمیسیون د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د هبت الله د نوي فرمان له مخې په دریو ولایتونو کې د ولسوالیو جوړېدل له سیاسي، ټولنیز او پوځي پلوه ګټور دي.
د لغمان امنیه قوماندان نجیب الله بدخشي په دغه ولایت کې د فراشغان په نوم د تازه جوړې شوې ولسوالۍ په اړه ویلي: «د یادې ولسوالۍ د منظوریدو او د لغمان ولسونو د امنیت او مشکلاتو د حل په موخه يې ډیرې هلې ځلې ترسره کړې او د مشرتابه د حکم او ځانګړی شفقت په بنا منظور شوه.»
طالبانو زیاته کړې، چې ژر به دغه ولسوالۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې په یو شمېر نورو سیمو کې هم ولسوالۍ او تشکیلات جوړ کړي خو تر اوسه یې رسمي کړي لا نه دي خو له دولتي بوديجې څخه ورته مصارف ورکول کيږي.