هندي رسنۍ: هند او امریکا دواړه د طالبانو سره له تعامل څخه ګټه پورته کوي

۷ ساعتونه مخکې

د هند اينډین اېکسپرېس ورځپاڼې په یوې خپرې شوې مقاله کې راغلي، چې هند او امریکا دواړه د طالبانو سره له تعامل څخه ګټه پورته کوي.

دغې مقاله کې راغلي، سره له دې چې طالبان له بشري حقونو سرغړونې کوي خو دا مهال ورسره د ټول افغانستان واک د ارزښت وړ دی.

د دغې مقالې لیکوال کاږلي، له طالبانو سره د هند او امریکا تعامل دغې ډلې ته د سیاسي مشروعیت په معنا نه دی؛ بلکې د شته واقعیت د منلو معنا ورکوي، چې طالبان له سختدریځو تګلارو سره، سره اوس د افغانستان واک په لاس کې لري.
په دغې مقاله کې راغلي، چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړیو میاشتو کې طالبانو د امریکا دغې نوې ادارې سره خپلې اړیکې پراخې کړې او د دغو اړیکو په ټینګولو سره طالبان غواړي، چې په امریکا کې دوی ته یو دفتر پرانیستل شي.
له بل پلوه ځینې باخبره سرچینې وایي، طالبان چې لاهم د واشنګټن له‌خوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي؛ امریکا ته یې په دغه هېواد کې د کډوالو چارو ته د رسېدنې دفتر پرانیستلو وړاندیز کړی دی؛ که څه هم دغه دفتر د سفارت په توګه نه دی یاد شوی، خو د ارتباطي مرکز په توګه به له واشنګټن بهر خپلې چارې پر مخ وړي.
له بل پلوه د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ میاشت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په دوبۍ کې ولیدل.
دا له افغان طالبانو سره د هند د تر ټولو لوړپوړي چارواکي لومړۍ ناسته وه.
په مقاله کې راغلي، چې دغه غونډه د ۲۰۲۲ کال راهیسې د هند او طالبانو ترمنځ د دوامداره اړیکو پایله وه؛ ترڅو د دواړو خواوو ملي او امنیتي ګټې خوندي شي.
د مقالې له مخې؛ په ۲۰۲۴ کال کې هند د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په مشرۍ یو پلاوی واستاوه؛ ترڅو د چابهار بندر ترڅنګ په ټپه درېدلو زیربنایي پروژو په اړه بحث وکړي.
مقاله زیاتوي، چې دغه دوامداره تعاملات له پاکستان سره د طالبانو د مخ په زیاتېدونکې ترینګلتیا او په افغانستان کې د هند د ستراتیژیک موقف د بیا ترلاسه کولو اړتیا څرګندوي.
مقاله وړاندې کاږي، طالبان چې اوس د افغانستان واک یې په لاس کې دی؛ د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د سیاسي خپلواکۍ د ثابتولو په لټه کې دي؛ خو د امریکا او هند د تعامل لپاره اخلاقي او سیاسي خنډونه لاهم په لوړه کچه دي.
خو د امریکا لپاره به تعامل یو څه ستونزمن وي؛ ځکه طالبانو پر امریکا د یوولسم د سپټمبر برید پلانونکي اسامه بن لادن او القاعدې ډلې ته پناه ورکړې وه.
خو هند هم له طالبانو ښه زړه نه لري؛ ځکه طالبانو په ۱۹۹۹ کال کې د یوې هندۍ الوتکې په یرغملولو کې لاس لاره او په ۲۰۰۸ کال کې په کابل کې د هند پر سفارت د طالبانو برید ګڼو خلکو ته مرګژوبله اړولې وه.

ولې امریکا باید له طالبانو سره تعامل وکړي؟

له طالبانو سره تعامل امریکا ته د ترهګرۍ ضد مهم او خورا اړین ځواک وړاندې کوي. په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د امریکا د وتلو راهیسې، داعش-خراسان ډله نه یوازې طالبانو ته؛ بلکې د لویدیځو لپاره هم د یوه جدي ګواښ په توګه راڅرګنده شوې ده.

دغې ډلې د کابل هوایي ډګر دروازې ته څېرمه د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د برید مسوولیت په غاړه واخیست، چې ۱۳ امریکایي سرتېري او له ۱۷۰ څخه ډېر افغان ولسي وګړي یې ووژل شول.
له جیوپولیتیک پلوه، چین له طالبانو سره د تېلو د استخراج د ۵۴۰ مېلیون ډالرو پانګونې تړون په ګډون نور تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

ورته مهال روسیې په مسکو کې د طالب چارواکو کوربه‌توب وکړ او ډیپلوماټیکې اړیکې یې وساتلې؛ ترڅو خپل سیمه‌ییز نفوذ پراخ کړي.
ایران هم له طالبانو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.
خو د واشنګټن له نظره بشپړ په رسمیت پېژندل ښایي یو ستونزمن ګام وي؛ خو محدوده تعامل، مشروطې خبرې اترې او عملي ډیپلوماسي به د دوی ستراتیژیکو ګټو په برخه کې اړینې وي.

د طالبانو او پاکستان د اختلاف څخه د هند د ګټې اخیستو ښه چانس

د هند لپاره د طالبانو بیا واکمنېدل په پیل کې د یوې ماتې په څېر ښکاریده، ځکه چې پاکستان د دغې ډلې سره تاریخي اړیکې لري؛ خو په وروستیو کې د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې دي.
طالبان د ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه نه پېژني او د افغانستان دننه د پاکستان وروستي هوایي بریدونو د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې لا ترینګلې کړې دي.

خو دا د نوي ډیلي لپاره یو ښه چانس دی، په داسې حال کې چې د طالبانو سختدریځه تګلارې د اندېښنې وړ دي؛ خو د پاکستان په وړاندې دښمني د دواړه خواوو د ګټو لپاره یو نادره همغږي رامنځته کولای شي.
د پاکستان د لاسوهنې په وړاندې د طالبانو مقاومت د هند د هغې موخې سره سمون لري، چې په کابل کې د اسلام اباد نفوذ محدودوي.
مقاله کاږي، هند کولای شي، په خاموشۍ سره له طالبانو سره اړیکه ونیسي؛ ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان د هند ضد وسله‌والو لپاره په خوندي ځای بدل نه شي. دا د هند د اقتصادي او ستراتیژیک نفوذ د پیاوړتیا لپاره هم مهمه ده.
د خپلو تاریخي مخالفینو امریکا او هند سره د طالبانو د اړیکو رغولو هڅې دا په ډاګه کوي، چې دغه ډله د رسمیت پېژندلو ته لېواله ده. امریکا او هند دواړه بیا له دغه وضعیت څخه ګټه پورته کوي.

نور خبرونه

رادیو