د ایراف خبري اژانس راپور ورکړی، چې د طالبانو استخبارتو له لوري د سید علي اکبر حسني په نوم نیول شوی عکاس لادرکه دی او د برخلیک په تړاو یې هېڅ معلومات نشته.
د راپور له مخې، نوموړی څلور میاشتې وړاندې د عکاسۍ د یوې پروژې لپاره نیمروز ولایت ته تللی و او هلته د طالبانو ځايي استخباراتو نیولی دی.
سرچینې وايي، چې نوموړي له دې وړاندې هم څو ځله افغانستان ته سفرونه کړي وو او د یورو نیوز په ګډون یې له یو شمېر معتبرو نړۍوالو رسنیو سره همکاري لرله.
د رسنیو د ازادۍ ملاتړي وايي، چې د حسني نیول یو ښکاره برید دی پر خبریالانو او دا کار ان د هغو قوانینو خلاف دی چې طالبان یې د منلو ادعا کوي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وخت ناوخت ویلي، چې د رسنیو اړوند ستونزې باید د دغه وزارت د ځانګړې کمېټې لهخوا د افغانستان د رسنیو د قانون له مخې وڅېړل شي؛ خو حسني له نیول کېدو راهیسې نه محکمه شوی، نه یې جرم معلوم دی او نه دا څرګنده ده چې د طالبانو کومې استخباراتي ادارې نیولی او چېرې بندي دی.
ایراف زیاتوي، په دې برخه کې بله اندېښمنوونکې مسله دا ده چې د ایراني چارواکو په ګډون طالبانو هم تر اوسه د نوموړي عکاس د برخلیک په اړه ښکاره څه نه دي ویلي. لاهم معلومه نه ده چې د نوموړي دوسیه د دواړو خواوو په اجنډا کې شته او که نه.
دغه اژنس لیکلي، خلک تمه لري چې د ایران حکومت په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د دوی سفارت د دغه زنداني عکاس قضیه نه یوازې جدي وڅاري؛ بلکې د خلاصون لپاره یې هم هڅې وکړي.
د دغه ایراني عکاس د زنداني کېدو مسله داسې مهال رسنیزه کېږي، چې طالبانو په هېواد کې د بیان پر ازدۍ سخت محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي.
تر دې دمخه طالبانو یو شمېر افغان خبریالان هم شکنجه کړي او زنداني کړي دي.
تازه د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمونونو د یادې ډلې په زندانونو کې د لس تنو زنداني افغان خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنې هم کړې دي.
د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د طالبانو سختو تګلارو له امله په هېواد کې لسګونه رسنۍ تړل شوې او سلګونه خبریالان کډوالۍ ته اړ شوي دي.