د پاکستان ډاڼ ورځپانې په یوه مقاله کې ویلي، د نړۍوالو سیالیو یا «لویې لوبې» تمرکز اوس پر افغانستان نه؛ بلکې په ایران او پاکستان راڅرخي.
مقاله زیاتوي، که څه هم افغانستان د اوږدې مودې لپاره د نړۍوالو قدرتونو د سیالیو مرکز پاتې شوی؛ خو اوس امریکا نوې لوبه پیل کړې ده.
د مقالې له مخې، ټرمپ غواړي چې به افغانستان کې د خپل هېواد نفوذ بېرته را ژوندی کړي او د دې کار لپاره د بګرام پوځي اډې بیا ترلاسه کول یې تر ټولو مهم ماموریت دی.
ډان کاږي، چې کابل ته د زلمي خلیلزاد تر مشرۍ لاندې د امریکایي پلاوي سفر که څه هم په ښکاره د بندیانو د خوشې کېدو مسله شاربله؛ خو د پردې ترشاه د امریکا او طالبانو ترمنځ د ژورو خبرو پیل و.
یادې پاکستانۍ ورځپاڼې لیکي، ښایي طالبان د بګرام اډه بېرته امریکا ته وسپاري او په بدل کې به یې واشنګټن د طالبانو د نړۍوالې انزوا کمولو ته غاړه کېږدي او ان د هغو پرمختللو وسلو د کنټرول اجازه ورکړي چې امریکا په ۲۰۲۱ کې تر وتو وروسته په افغانستان کې پرېښې وې.
د مقالې له مخې، د دغو وسلو د ترمیم او ساتنې لپاره د امریکا پر مرستې هم بحث شوی چې دا چاره کولای شي د طالبانو پوځي ځواک نور هم پیاوړی کړي.
مقاله زیاتوي، چې امریکا غواړي له نرمو وسیلو لکه مرستو، پانګونې او ډېپلوماسۍ کار واخلي؛ څو بېرته افغانستان ته داخل شي. دا چاره به امریکا ته دا توان ورکړي، چې پر ایران او پاکستان نوي فشارونه راولي.
د ورځپاڼې تحلیل وړاندې کاږي، که امریکا بېرته بګرام ته ورشي؛ نو د پاکستان د اټومي وسلو د امنیت په اړه به د امریکا پخوانۍ اندېښنې یو ځل بیا راپورته شي.
که څه هم پاکستاني چارواکو دغه اندېښنې رد کړې دي؛ خو د امریکا له لوري د بګرام د بېرته غوښتلو وخت خورا معناداره بلل شوی دی.
د مقالې په پای کې راغلي، سره له دې چې چین، روسیه، هند، ایران او پاکستان له طالبانو سره نارسمي اړیکې لري؛ خو د طالبانو حکومت لا هم د نړۍوالې مشروعیت له اړخه له کړکېچ سره مخ دی.
ورځپاڼه ټینګار کوي، چې د «لویې لوبې» نوی پړاو پیل شوی او دغه لوبه ښایي د ایران او پاکستان لپاره ژور امنیتي بدلونونه راولي.