پاکستان پرون له زرو ډېر افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل

۸ ساعتونه مخکې

د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې د رسمي شمېرو له مخې، پرون ( د وري ۳۱مه) ۱۴۷۰ تنه افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

دغه ادارې خبریالانو ته په لېږل شویو معلوماتو کې ویلي، چې په دغه کډوالو کې ۴۶۲ یې د ACC کارت لرونکي او ۱۰۰۸ تنه یې ناقانونه افغان کډوال وو.

په معلوماتو کې راغلي، چې تر دې مهاله یې د تورخم له لارې ۴۳۴۹۶ تنه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي چې له ډلې یې ۱۹۸۲ له اسلام اباده، ۱۶۶۲۴ تنه له پنجاب ایالت، ۱۰۱۹ تنه له کشمیر او ۴۶ تنه افغان کډوال له سند او ګلګېت بلتستان څخه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

بل خوا د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ۱۱۵ تنه افغانان چې د پاکستان حکومت له‌خوا نیول شوي وو؛ تر خوشې کېدو وروسته د سپين بولدک له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

هاخوا بیا د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزارت له حوالې خبر ورکړی دی، چې تېره ورځ د (وري ۳۱مه) نېټه ۱۹۰ کورنۍ د تورخم، ۱۹۲ کورنۍ د سپین بولدک له لارې او همدا راز په تېرو پنځو ورځو کې د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۴۳۹ا و د هرات د اسلام کلا له لارې ۵۳کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو