د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیریک جومانګارین نن دوشنبه د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی دی.
نوموړی به د دغه سفر په لړ کې له طالب چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي مسایلو خبرې وکړي.
سیرک جومانګارین کابل ته له رسېدو وروسته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره یو ځای خبریالانو ته وویل، چې د دغه سفر په ترڅ کې به د طالبانو او قزاقستان د چارواکو ترمنځ اقتصادي هوکړه لاسلیک شي.
د سیریک جومانګارین لهخوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغه اقتصادي تړون د هغه او د طالبانو د اقتصادي چارو د مرستیال ملاعبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شي.
د سیریک جومانګارین په وینا، د ټرانس-افغان ریل پټلۍ په اړه بحثونه د هغو موضوعاتو څخه دي چې د طالب چارواکو سره به یې د لیدنې پر مهال پرې خبرې وکړي.
هغه کابل ته خپل سفر "ځانګړی" وباله او ویې ویل، چې په کال کې لږ تر لږه دوه ځله له طالب چارواکو سره لیده کاته کوي.
د طالبانو د صنعت او سوداکرۍ وزیر نور الدین عزیزي هم خبریالانو ته وويل:« موږ هوکړه کړې، چې د ۳ مېلیارد ډالرو په ارزښت د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري وکړو؛ خو پر دې بسنه نه کوو او هڅه مو دا ده، چې له دې هم ډېره راکړه ورکړه ترسره کړو.»
سیرک جومانګارین وړاندې ویلي، چې په تېرو کلونو کې د قزاقستان او طالبانو پلاوي څو، څو ځله کابل او استانه ته سفرونه کړي دي.
تمه کېږي، چې دغه پلاوی به د طالبانو له چارواکو سره د لیدو تر څنګ سبا (د غويي میاشتې په دویمه نېټه) په کابل کې د افغان - قزاق په جوړېدونکي سوداګریز نندارتون کې هم ګډون وکړي.