پاکستاني چارواکو هغه افغان کډوال تر جدي څېړنو لاندې راوستي، چې د پاکستان د پېژندپاڼې (CNIC) جعلي اسناد یې ترلاسه کړي دي.
د راپورونو له مخې، د پېښور ښار له ۱۵ سیمهییزو شوراګانو اسناد غوښتل شوي؛ څو څرګنده شي چې افغان کډوالو ته څنګه پاکستاني شناختي کارټونه ورکړل شوي دي.
د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ چارواکي وایي چې دغه څېړنې پراخې شوې دي او هغه پاکستاني وګړي هم تر پوښتنو لاندې راغلي، چې افغانان یې د خپلو کورنیو د غړو په توګه ثبت کړي دي.
راپور زیاتوي، چې دا مهال د پېښور په بېلابېلو سیمو لکه خیبر بازار، ګنج، نمک منډوي، جناح پارک روډ، دېر کالوني، زرګراباد، پیپل منډوي، حیات اباد او افغان کالونۍ کې د مېشتو یا کارکوونکو افغانانو نوملړونه چمتو کېږي او ډېر ژر به پرې قانوني اقدامات وشي.
سرچینې وايي، د سیمهییزو شوراګانو یا (یونین کونسلو) ګڼ منشيان څېړنو ته بلل شوي او د ځینو دولتي کارکوونکو اسناد هم تر کتنې لاندې دي.
دغه اقدامات داسې مهال پیل شوي، چې د پاکستان حکومت (د اپرېل ۳۰مه) د هغو بهرنیو وګړو لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې چې قانوني اسناد نه لري او یا هم ویزه یې ختمه شوې.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې ناقانونه مېشتو کډوالو د اېستلو عملیات به لا چټک شي.
د پاکستان کورنیو چارو په برخه کې د دولت وزیر طلال چوهدري ویلي، چې پاکستان لسګونه کاله د افغانانو کوربهتوب کړی؛ خو اوس د قانون پلي کېدو وخت راغلی دی.
هغه زیاته کړې: «موږ نور په ناقانونه توګه د پاتې کېدو اجازه نه شو ورکولای او له دې وروسته به سخت اقدامات کېږي».
دغه څرګندونې داسې مهال شوې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته د سفر پر مهال له طالب چارواکو سره د افغان کډوالو د با عزته ستنېدو اړوند خبرې هم کړې دي.
طلال چوهدري وايي، له اپرېل میاشتې راهیسې تر اوسه شاوخوا ۸۴ زره افغانان بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
هغه ټینګار وکړ، چې دغه لړۍ «قانوني، منظمه او انساني ده»؛ خو طالبان او د بشري حقونو سازمانونه نیوکه کوي، چې پاکستان له افغان کډوالو سره ظالمانه چلند کوي او ان د ستنېدونکو کسانو شتمنۍ، پانګې او ملکیتونه هم دغه هېواد کې لوټ شوي دي.
چوهدري خبرداری ورکړی، هغه پاکستانيان به هم ونیول شي چې ناقانونه مېشتو کډوالو ته کورونه، کار یا نور خدمتونه برابروي.
هغه وویل:« که څوک یوه ناقانونه بهرني ته هټۍ، کور یا ځای ورکړي؛ نو قانوني چلند به ورسره وشي».