عرب نیوز راپور ورکړی، چې پاکستان د افغان کډوالو سره د مرستې لپاره او د هغوی د بېرته ستنېدو پرمهال د ځورونې شکایتونو ته د رسېدو لپاره د کنټرول ۲۴ساعته خونه جوړه کړې ده.
دغه پرېکړه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته سفر وکړ او هلته یې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د دوه اړخیزو همکاریو په ګډون له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو اړوند مسلو په اړه سره خبرې اترې وکړې.
خو تازه د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې پاکستان د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره ۲۴ ساعته کنټرول خونه جوړه کړې؛ ترڅو د افغان کډوالو سره مرسته وکړي او د بېرته ستنېدو پرمهال د ځورونې شکایتونو ته په سمه توګه رسېدنه وشي.
په راپور کې راغلي، چې دغه خونه کابل ته د اسحاق ډار د سفر پرمهال د هغه له ژمنې سره سمه جوړه شوه.
خو لاهم اسلام اباد له پاکستان نه د بې اسناده کډوالو د اېستلو دویم پړاو ته دوام ورکړی، چې له مخې به یې له ۸۰۰ زرو ډېر افغانان له دغه هېواده و اېستل شي.
تر دې وړاندې د بشري حقونو ډلو او طالب چارواکو د اېستل شویو افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې، چې ډېری افغان کډوال له ځورونې، خپل سرې نیونې او د کورنیو جلا کېدو ستونزو سره مخ شوي دي.
پاکستان وايي، چې د اپریل په میاشت کې نږدې ۸۵۰۰۰ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، چې ډېری یې بې اسناده دي.
ملګري ملتونه بیا وايي، چې د دغې شمېرې تر نیمایي ډېر یې ماشومان دي.
تر دې وړاندې له پاکستان نه د افغان کډوالو د اېستلو لومړی پړاو د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې پیل شوی و، چې په کې سلګونه زره بې اسناده افغانان له پاکستان نه و اېستل شول.