د قزاقستان مرستیال لومړي وزیر وايي، د تورغونډۍ - هرات - سپین بولدک د پټلۍ پروژې د لومړي پړاو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي، چې عملي چارې به یې له تورغونډۍ پیل شي.
سریک ژومانګارین ویلي، هېواد یې چمتو دی په هرات کې د لوژستیک او ترانسپورټ یوه ځانګړې کمپنۍ هم جوړه کړي، څو دغه پروژه نوره هم ګړندۍ شي.
طالبان او د قزاقستان جګپوړی پلاوی د دوشنبې په ورځ، د غویي پر دویمه، په کابل کې پر دې وغږېدل، چې څنګه د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا ګډه نقشه عملي کړي، چې سوداګري، کانونه، کرنه، ټرانزیټ، ټرانسپورټ او د اورګاډي پټلۍ پکې مهمې برخې دي.
قزاقستانی پلاوی ددغه هېواد د مرستیال لومړي وزیر په مشرۍ د کابل په سفر بوخت دی، چې د چارشنبې په ورځ بشپړیږي.
دغه سفر داسې مهال کیږي چې د طالبانو حکومت له نړیوالې سیاسي انزوا سره سره هڅه کوي له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
په ګلخانې ماڼۍ کې د ناستې پرمهال د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، چې افغانستان او قزاقستان تاریخي مشترکات لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو زمینه برابره کړې ده.
نوموړي څرګنده کړې چې «د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ورځ تر بلې پیاوړې شوې» او اوس هدف دا دی چې د ګډې لارې نقشې پر بنسټ، د کلني تجارت کچه درې میلیارده ډالرو ته ورسوي.
برادر هیله ښودلې، چې د قزاقستان په مرسته د تورغونډۍ - هرات - سپین بولدک د اوسپنې پټلۍ پروژې په پلیتابه سره به د سیمې هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې سوداګریزې چارې نورې هم ګړندۍ شي.
د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې ژومانګارین دا هم څرګنده کړې چې قزاقستان غواړي له افغانستان سره د انټرنیټ د ارزانه لین پروژه هم شریکه کړي، چې له مخې به یې افغانستان ته ارزانه انټرنیټ برابر شي.
نوموړي زیاته کړې، « قزاق پانګوال په افغانستان کې د کانونو، نفت او ګازو په برخو کې پانګونې ته لیوال دي او تخنیکي ټیمونه یې کابل ته استولي دي».
د طالبانو د حکومت په استازیتوب ملا برادر په دې ناسته کې ویلي، چې افغانستان چمتو دی د کانونو د استخراج فرصتونه له قزاقي اړخ سره شریک کړي او د کرنیزو توکو د حفظ، قرنطین او مالدارۍ برخو کې هوکړې لاسلیک کړي.
د طالب لوري په وینا، د وارداتو او صادراتو د پراخولو لپاره یې د اوسپنې پټلۍ د یوې عملیاتي کمپنۍ پر جوړولو کار پیل کړی، چې په نږدې راتلونکي کې به قزاقستان ته معرفي شي. همداراز، د څلورو هېوادونو افغانستان، قزاقستان، ایران او ترکمنستان ترمنځ د یوه ګډ اقتصادي مرکز مسوده ترتیب شوې چې له قزاق لوري سره هم شریکه شوې ده.
په غونډه کې د کابل - استانې د الوتنو د بیا پیل، افغان سوداګرو ته د ویزو اسانولو، بانکي سیستمونو نښلونې، زده کړې، روغتیا، او ترانزیټ په برخو کې هم د ګډو همکاریو ژمنې شوې دي.
د طالبانو د حکومت لپاره، چې په نړیواله کچه منزوي او تر بندیزونو لاندې دی، دا لیدنه مهم فرصت بلل کېږي.
له دې وړاندې کابل د پاکستان د مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ د یوه جګپوړي پاکستاني پلاوي کوربه و، چې د کابل اسلام اباد د اړیکو په کنګل ماتولو کې مهم ګڼل کیږي.