د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ځینې کارمنانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دغه شرکت رییس عبدالباري عمر د دوی له تنخا ګرځول شوې ۱۶ سلنه تقاعدي پیسې نه ورکوي.

دوی زیاتوي یوازې ۴ سلنه تقاعدي پیسې ورکول کېږي، چې دا د ملاهبت الله د فرمان خلاف کار دی.

دوی همدراز زیاتوي چې د بریښنا شرکت د طالبانو واک ته رسېدو وروسته تر ۱۴۰۳ کال پورې د دوی د تنخاو ګرځول شوې ۱۶ سلنه تقاعدي پیسو څخه یوازې ۴ سلنه ورکوي.

د دوی په وینا د برېښنا شرکت عمومي رییس عبدالبار عمر ورته ویلي، چې شرکت د خپلې ادارې د بودېجې د کسر سره مخ دی او پوره ګرځول شوې تقاعد پیسې خپلو کارمنانو ته نشي ور کولی.

د برېښنا شرکت برحاله کسان وايي چې دوی په دې هم ګواښل شوي، چې د دې موضوع په اړه د طالبانو کومې بلې ادارې ته شکایت وکړي نو له دندو به وشړل شي.

دوی له افغانستان انټرنشنل سره د ملا هبت الله فرمان یوه کاپي هم شریکه کړه.

د دې فرمان د اوومې مادې په څلورن بند کې لیکل شوي:«غیر بودجوي واحدونه مکلف دي، چې د اړوند هغو برحال کارمنانو د تقاعد ونډه چې د ۱۳۳۵ هجري قمري کال ۹میاشتې په ۲۱ نېټې د «۴۸۰۲» ګڼې حکم تر صدور پورې د هغوی د تقاعد په حساب کې جمع شوي دي د اړوند تعمل پراساس هغوی ته اجرا کړي.»

خو د افغانستان په برېښنا شرکت کې ځیني برحاله کارمنان وايی چې اوس په شفاهي ډول د دې شرکت لوی مشر عبدالباري عمر ورته ویلي، چې د دوی یوازې ۴ سلنه تقاعدي پیسې ورکول کېږي.

دغه کارمنان وايي چې له دوی سره د تعامل پر اساس عمل نه کېږي او د دوی له معاشونو ګرځول شوې تقاعد پیسې پوره نه ورکول کېږي.

د طالبانو د برېښنا شرکت بو برحاله کارکوونکی:« د شرکت رییس عبدالباري عمر د خپل مشر د فرمان خلاف عمل کوي زمونږ ۱۲ سلنه تقاعد پیسې یې ځان ته ایساريې کړې دي.»

یو بل مکتوب چې د طالبانو د امارتي شرکتونو لوی ریاست له خوا د افغانستان برېښنا شرکت ته لېږل شوی دی، په کې راغلي چې د تقاعدي پیسو په اړه د ملاهبت الله فرمان نافذ شوی دی او باید اجرات وشي.

د دې مکتوب په ځواب کې د طالبانو د برېښنا شرکت عمومي رییس عبدالباري عمر د دفتر رییس ژمنه کړې چې دا قرمان به عملي کېږي.

خو د برېښنا شرکت برحاله کارمنان نیوکه کوي چې د طالبانو د مشر فرمانونه په کابل کې نه منل کېږي.

د طالبانو برېښنا شرکت رییس چې څه کم یو کال راهسې په دنده ګمارل شوی په دې هم تورن دی چې خپلوانو ترڅنګ یې خپل نژدې ملګري د پخواني حکومت د مسلکی مامورینو پرځای ټاکلی دي.

تر اوسه د طالبانو د برېښنا عمومي شرکت د خپلو برحاله کارمنانو د نیوکو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله تېر کال په یو فرمان کې د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو د تقاعد وضع کېدل بند کړل.

نور خبرونه

رادیو