افغان ۱۹ کلنې کرېکټ لوبډلې نړيوال جام ته لار پيدا کړه

۶ ساعتونه مخکې

د افغانستان او نيپال له ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلو ترمنځ د اورښت له کبله د لوبې له نه کېدو وروسته افغان لوبډلې د کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته لار ومونده.

افغانستان په دې سياليو کې خپلې لومړۍ درې لوبې په لوی توپير ګټلې وې.

د افغانستان او کوربه نيپال د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو ترمنځ د اورښت له کبله د نن لوبه ونه شوه او مساوي اعلان شوه.

د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام ته د غوراوي پړاو په دې سياليو کې افغانستان او نيپال درې برياوي درلودې؛ خو افغانستان د «غوره نمرو او نېټ رنرېټ» په لرلو سره د جدل لومړۍ مقام خپل کړ.

په دې سیاليو کې د افغانستان، عمان، هنکانګ، متحده عربي امارات او نیپال لوبډلو برخه لرل.

افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې عمان ته د ۸، هانکانګ ته د ۸ ویکټو او متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو په توپير ماتې ورکړې وه.

له ۱۹ کلنو کم عمره نړیوال جام د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دوو میاشتو کې په نمیبیا او زمبابوې کې کيږي.

نور خبرونه

رادیو