د طالبانو امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، له استخباراتي راپورونو وروسته یې د کډوالو په ډله کې د داعش د مخنیوي لپاره پر ډيورنډ کرښه امنیتي تدابیر سخت کړي.
د سرچینو په خبره، طالبانو د کورنیو چارو وزارت د داخلي امنیت رییس سلطان مفکر په مشرۍ امنیتي ټیم تورخم کې اچولی دی.
د طالبانو امنیتي سرچینو نن شنبه د وري ۳۰مه وویل، د دوی د استخباراتي موندلې چې داعش هڅه کوي چې د کډوالو په نامه له کورنیو سره د تورخم له لارې افغانستان ته واوړي، ځکه یې پر تورخم تدابیر سخت کړي دي.
د دوی په خبره د طالبانو د استخباراتو او د کورنیو چارو وزارت یو ګډ ټیم په تورخم کې له پاکستانه د کډوالو د بهیر پیلېدو سره هم مهاله ځای پر ځای کړی دی.
د سرچینو په خبره ټول کډوال بایومتریک کېږي او د هغوي د تثبیت هویت وروسته ورته د تګ اجازه ورکول کېږي.
د طالبانو یوه امنیتي سرچینه وايي:« مونږ د پاکستان له تکتیکونو سره بلد یو مونږ نه یوازې په تورخم کې امنیتي تدابیر سخت کړي بلکې ټولې هغه لارې چې پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې تر سخت څار لاندې دي.»
د سرچینو په خبره دوی دا کار استخباراتي معلومات پر بنسټ کړی او د دوی په وینا چې یوازې تورخم نه دی نورې داسې لارې شته چې داعش وسلوال په هڅه کې دي له پاکستانه د کډوالو په نامه له ډيورنډ کرښې راواړي.
د ترلاسه شو معلوماتو له مخې طالبانو پر تورخم سربېره په سپین بولدک، غلام خان، د پکتیا خرلڅي او د پکتیکا انګور اډه کې هم خپل امنیتي تدابیر سخت کړي دي.
طالبانو په داسې حال کې دا ګامونه اخیستي چې د افغانستان د سولې په چارو د متحدهایالاتو پخوانی استازی زلمی خلیلزاد د وري په ۲۷ نېټه په خپله اېکسپاڼه کې د خپلو باخبره سرچینو په حواله ولیکل، چې ښایي پاکستان د افغان کډوالو له اېستلو «افغانستان ته د داعش وسلهوالې ډلې د لېږدولو لپاره د یوې پلمې په توګه کار» واخلي.
تورخم کې د کډوالو د څارنې لپاره د طالبانو ځانګړي تدابیر
طالبانو په تورخم کې له پاکستانه د شړلو شو افغان کډوالو لپاره د عمري په نوم کېمپ جوړ کړی دی او تازه ستانه شوي کډوال لومړی په دغه کېمپ کې ساتل کېږي.
په تورخم کې د طالبانو امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د کډوالو بایومتریک او تثبیت هویت وروسته چې کوم کډوال کومې سیمې او ولسوالۍ ته ځي نو په خپلو سیمو کې استخباراتو مدیرتونه ته معرفي کېږي.
سرچینو په خبره:« د کډوالو د معرفي کېدو وروسته په ښارونو او ولسوالیو کې د طالبانو استخباراتی او امنیتي ادارو ته لارښونه شوې، چې دا کډوال تر خپل څار لاندې ونیسي.»
ځینې افغان کډوالو شکایت هم کوي چې په دغه کېمپ کې زیاتې ورځې پاتې کېږي.
د افغان کډوالو د اېستلو د دویم پړاو له پیل راهیسې د تورخم له لارې په لسګونو زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
په ۱۳۰۲ کال د لړم ۵مه هم داسې رپوټونه ول، چې په تورخم کې د پلټونو پرمهال د هغو راستانه شو کډوالو چې په جمهوریت کې یې نظامي دندې لرلې بایومتریک کېږي او معالومېدو وروسته یې استخباراتو ته معرفي کوي.
په تورخم کې یو شمیر مسافرو هغه وخت افغانستان انټرنشنل ته ویلي ول، چې طالبانو د هغو افغانانو پلټنه سخته کړې چې د جمهوریت د سقوط او له هغه څخه وروسته پاکستان ته تللي وي.
طالبانو له دې وړاندې با بار دا تور پورې کړی، چې د داعش وسلوال د پاکستان په ځینو ښارونو کې روزل کېږي او بیا د بریدونو په موخه افغانستان ته لېږدول کېږي.