طالبانو په پکتیا کې د نشه يي توکو د پروسس کارخونې تخریب کړې

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې ويلي، چې د پکتیا په احمد خيلو ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال د نشه يي توکو دپروسس درې کار خونې له منځه وړې دي.

طالبانو زياته کړې، چې له دې کارخونو څخه یې په زياته اندازه نشه یي توکي ترلاسه کړي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت اړوند د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې ادارې ويلي، چې د پنجشنبې په ورځ يې د عملياتو پر مهال د نشه يي توکو د پروسس درې کارخونې له منځه یووړې.

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې زياته کړې، چې له دې کارخونو يې ۷۳۰ کیلوګرامه چرس، ۳۸۹ کیلوګرامه د بنګو دانې او د پروسس مواد ترلاسه کړي دي.

که څه هم د طالبانو مشر د یوه فرمان له مخې د نشه یي توکو پر کر، تولید او خرڅلاو بندیزونه لګولي، خو په اوس وخت کې د طالبانو اکثره سیمه ییز قوماندان د نشه يي توکو پر قاچاق بوخت دي.
د نشه یي توکو د کارخونو، کر او قاچاق مساله د طالبانو په راتګ نه یوازې دا چې کمېږي نه، بلکې لا پراختیا مومي.

نور خبرونه

رادیو