د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي دي

پرون

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله شپږ تنه مړه شوي دي.

د ورکړل شویو د معلوماتو له مخې، دغه کسان پرون ماښام د کوشتې په سیمه کې د بغرا نومې ویالې ته د موټر د لوېدو په پېښه کې مړه شوي دي.

د طالبانو د یاد ریاست د رییس عبدالباري راشد په وینا، په وژل شویو کسانو کې څلور ښځې، یو ماشوم او خپله موټر چلوونکی شامل دي.

د پېښې لامل د موټرچلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.

تر دې یوه میاشت وړاندې هم د ګرمسېر په ډراب هشت سیمه کې د بغرا همدې ویالې ته د یوه بل موټر د لوېدو په بېښه کې درې کسان مړه شوي و او څلور نور ژوبل شوي وو.

هم مهاله په هلمند کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د ټرافیکي اصولو د پلي کیدو په موخه یې یو کمپاین هم ترسره کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه کمپاین په لړ کې د لښکرګاه په اتمې ناحیې او او ناوې ولسوالۍ کې له یو شمېر موټرو او موټرسایکلونو څخه د تېزې روښنایۍ څراغونه هم لرې کړي دي.

نور خبرونه

رادیو