پاکستان: د اپرېل ۳۰م د ناقانونه افغان کډوالو د ستنولو وروستۍ نېټه ده

۱۴ ساعتونه مخکې

د پاکستان حکومت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د اپریل تر ۳۰مې نیټې دې ناقانونه بهرنیان په تېره بیا هغه افغانان چې په دغه هېواد کې پرته له ویزې ژوند کوي ووځي.

حکومت په ټینګار سره ویلي، چې هیڅوک دې په دغه نېټه کې د بدلون فکر نه کوي او دا وروستۍ نېټه ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چودري پرون د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې هېواد یې له لسیزو راهیسې افغان کډوالو ته پناه ورکړې وه، خو اوس د دې وخت رارسېدلی چې د کډوالۍ قوانین په کلکه پلي کړي.

هغه زیاته کړه، چې د پاکستان حکومت د «ناقانونه بهرنیو وګړو د جبري ستنولو پلان» پر بنسټ د اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د ایستلوبهیر په ډیر شدت سره څاري.

د چودري په ​​وينا، «دا بهیر په منظم ډول او له طالبانو سره په همغږۍ روان ده، زيانمنو شويو کډوالو ته اسانتياوې برابرې شوې دي.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی، چې د هغو پاکستاني وګړو پر ضد به قانوني چلند وکړي، چې ناقانونه کډوالو ته کور، دندې یا نورې اسانتیاوې برابروي.

په ورته وخت کې ټاکل شوې، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به نن کابل ته سفر وکړي او د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ به له طالبانو سره وګوري.

د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په پاکستان کې له ۲.۱ میلیونو ډېر افغان کډوال ژوند کوي، چې ډېری یې په پښتونخوا ایالت کې مېشت دي.

د یادولو وړ ده، چې د پاکستان حکومت له څه مودې راهیسې د ناقانونه افغان کډوالو په جبري ډول د ستنولو د لړۍ دویم پړاو پیل کړی او هر ورځ په زرګونو افغان کډوال په جبري توګه د تورخم، سپین بولدک او نورو لارو څخه افغانستان ته ستنوي.

نور خبرونه

رادیو