د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو په بند کې د ۱۰ خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

۲۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې د طالبانو له خوا ۱۰ خبریالان او د رسنیو کارکونکي نیول شوي.

دغه مرکز د دوی د سملاسي او غیر مشروط خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې د طالبانو استخباراتو د دویم ځل لپاره خبریال سید راشد کاشفي په کابل کې نیولی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې سرچینې په حواله ویلي، چې طالبانو دغه نیول شوې خبریال له بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور څو کاله وړاندې هم نیولی او شکنجه کړی وو.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې پرون وویل چې راشد کاشفي د رسا ټلویزیون او کابل ټایمز خبریال دی.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د شمېرو له مخې، پر راشد کاشفي سربېره لږ تر لږه نهه نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي یا د طالبانو په زندانونو کې دي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې د خپل محکومیت شپې سبا کوي.

له دوی څخه شپږ یې د اوو میاشتو څخه تر درېیو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.

دغه مرکز زیاتوي: «د ټولنیزو رسنیو د قانون له مخې، چې د طالبانو د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت یې هم د پلي کېدو وړ بولي، خبریالان په خپل مسلکي کار کې ازاد دي او شته مسوولان باید د هغوی په کار کې محدودیت رامنځته کولو او ګواښولو پرته د هغوی له کارونو ملاتړ وکړي.»

یاد مرکز په یوه خپاره کړي تازه راپور کې ویلي، چې په ۱۴۰۳ کال کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر نوي قانون له خپرېدو سره، محتسبانو (مذهبي پولیسو) ته پراخ واکونه ورکړل شوي، هغوی د یاد قانون پر بنسټ د خلکو په ځانګړې ډول د خبریالانو چارو کې لاسوهنه کوي.

همداراز محتسبان د رسنیو له کړنو څخه د څارنې ترڅنګ هر کله چې وغواړي، په مستقيمه توګه یا د استخباراتو له ادارې سره په همغږۍ د رسنيو پر وړاندې اقدام کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز خبرداری ورکړی، چې د خبریالانو دوامداره توقیف د بیان ازادي ګواښي او له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

نور خبرونه

رادیو