د روسیې سترې محکمې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه و اېستل

۲ ورځې مخکې

د روسیې سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د مسکو له تور نوملړه د طالبانو له نوم اېستلو سره موافقه وکړه.

د روسیې ار بي ټلویزیون رپوټ ورکړ چې د تړلو دروازو ترشا په دې غونډه کې د طالبانو یوه استازي هم ګډون کړی و، خو ددغه استازي نوم تر دې دمه نه دی په ډاګه شوی.

د روسیې سترې محکمې د دغه هېواد د لوی څارنوال د غوښتنې پر اساس، د طالبانو پر فعالیتونو د بندیز موقتي تعلیق اعلان کړ.

د انټرفاکس د رپوټ له مخې قاضي اولېګ نېفېدوف وویل، « د طالبانو تحریک پر فعالیتونو بندیز دې وځنډول شي، چې د روسیې د فدرالي قانون له مخې د ترهګرو سازمانونو په متحد فدرالي لیست کې شامل دي».

د دې پرېکړې له نافذېدو سره تمه ده چې طالبان به د روسیې له رسمي تور نوملړه وایستل شي.

قاضي زیاته کړه: « دغه پرېکړه باید سمدستي عملي شي».

پر طالبانو د روسیې بندیز په ۲۰۰۳ کال کې لګول شوی و.

دغه پرېکړه د روسیې د لوی څارنوال ایګور کراسنو له خوا د استیناف غوښتنې وړاندیز په پایله کې کېږي. دا وړاندیز د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۳۱مه شوی و.

دا استیناف د طالبانو له حکومت سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا په موخه شوی.

د روسیې د سترې محکمې چارواکو ویلي، چې دا قضیه د روسیې د فدرالي قانون له مخې پر مخ وړل کېده او هدف یې دا و چې که کومې ترهګرې ډلې خپل هغه فعالیتونه درولي وي، چې د ترهګرۍ تبلیغ، توجیه یا ملاتړ پکې وي، نو پر هغې لګیدلی بندیز به د محکمې په پرېکړه د لنډ وخت لپاره وځنډول شي.

د تېر کال په دسمبر کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو قانون لاسلیک کړ، چې له مخې یې طالبان له هغه فدرالي لیست څخه ایستل کېدای شي، چې ترهګرې ډلې پکې ثبت دي.

شنونکي په دې باور دي، چې دا پریکړه به له قانوني اړخه دې ته لاره هواره کړي چې مسکو له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې لا پیاوړې کړي.

مسکو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان واک ته رسیدلي، له دې ډلې سره اړیکې زیاتې کړې دي.

تر دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې د روسیې بهرنیو چارو وزارت او عدلیې وزارت ددغه هېواد ولسمشر ته یو رسمي وړاندیز کړی و، چې طالبان دې له تور لیسته وایستل شي. خو تر هغه وخته کوم قانوني میکانیزم نه و، چې له مخې یې یو سازمان د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې شي. دا امکان هغه وخت برابر شو، چې «له ترهګرۍ سره د مبارزې» په قانون کې تعدیلات راغلل.

روسیې طالبان له نورو ۱۴ ډلو سره یو ځای په ۲۰۰۳ کال کې د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړي وو.

نور خبرونه

رادیو