د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د طالبانو د سوداګرۍ د وزير په مشرۍ یو پلاوي د اسحاق ډار سره د سوداګرۍ، ټرانزيټ او سيمه ييز اتصال په برخه کې د همکاريو پر زياتوالي خبرې کړې دي.
د طالبانو ۱۶ کسیز پلاوی د پاکستان د سوداګرۍ وزرات په رسمي بلنه تېره ورځ اسلام اباد ته ولاړ.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې د طالبانو د سوداګرۍ د وزير نورالدین عزيزي په مشرۍ یو پلاوي د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير اسحاق ډار سره په ليدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر زياتوالي خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د اسلام اباد او کابل ترمنځ په لوړه کچه د سیاسي اړیکو پر ساتلو هم ټينګار وشو.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لیکلي: « دواړو خواوو د سوداګرۍ، ټرانزیټ او سیمه ییز اتصال په برخو کې د همکاریو د زیاتولو ژمنې تازه کړې.»
د طالبانو د سوداګرۍ د وزير نورالدین عزيزي په مشرۍ ۱۶ کسیز پلاوي نن په اسلام اباد کې د پاکستان د سوداګرۍ د وزیر جام کمال خان په مشرۍ دوه اړخیزه ناسته کې د سوداګرۍ، شته ستونزو، احتمالي حل لارو او د کډوالو د ایستلو په اړه هم بحثونه تر سره کړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار چې د پاکستان مرستیال لومړی وزیر هم دی نن په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو، چې په نږدې ورځو کې به کابل ته سفر وکړي چې له طالبانو سره اړیکې لا ښې کړي.