کابل کې د ایران سفارت مرستیال غلام رضا نجاري په ملګرو ملتونو غږ کړی، چې د ماین پاکۍ په برخه کې دې له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
افغانستان کې لا هم د پخوانیو ماینونو او ناچاوده توکو له امله خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.
په کابل کې د ایران سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه سفارت مرستیال سفیر د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د پاتې شویو ماینونو د ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی، او زیاته کړې یې ده: «په تیرو کلونو کې په ایران او افغانستان کې په زرګونو کسان د ماینونو د چاودنو او ناچاودېدونکو توکو قرباني شوي دي.»
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي نجاري تېر کال افغانستان ته د ایران د ماین پاکۍ د ډلې راتګ ته په اشارې سره ویلي، چې دغې ډلې خپلې تجربې له افغان لوري سره شریکې کړې او هیله لري، چې دغه همکاري سږکال هم دوام ومومي.
بلخوا بیا په شمال زون کې د ایران سرکونسل حمید رضا احمدي د سرپل لپاره د طالبانو والي مولوي محمد ظریف مظفر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا، اقتصادي او فرهنګي پروژو پلې کېدو ټینګار کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي تلویزون په راپور کې راغلي چې احمدي د افغانستان په شمال کې د ډبرو سکرو په استخراج او درملو کارخونو جوړولو په اړه د ایران د چمتوالي خبر ورکړی دي.
که څه هم ایران په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه پېژني، خو د دغې ډلې بیا ځلې واکمنېدو وروسته یې خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې ډیرې کړې دي.
د یادولو وړ ده، چې ایران په سیمه کې له پاکستان وروسته د طالبانو دویم قوي ملاتړ کونکی هېواد دی، چې له طالبانو سره په بیلابیلو برخو کې همکاري لري.