د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یو رسمي سند چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی، ښيي چې دغه ډله غواړي رنجر موټر په ټویټا موټرو بدل کړي.

په سند کې ویل شوي چې د تبادلې لپاره سروې او ټول معلومات باید راټول شي او د کورنیو چارو وزارت د معینیانو په حضور کې مشرتابه ته وړاندې شي.

ترلاسه شوی سند د ۱۴۴۶ قمري کال د لسمې میاشتې پر ۱۱ مه نېټه د سراج الدین حقاني د دفتر رییس مولوي زین الله عابر له خوا لاسلیک شوی دی.

دا پرېکړه، د طالبانو معینانو، لویو رییسانو، د معینانو د دفتر رییسانو او مشاورینو په یوه ناسته کې شوې ده.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دا پرېکړه د لګښتونو د کمولو په موخه شوې ده.

سرچینې وویل:« رینجر موټر زیات تېل مصرفوي او ددې رینجرو پرزو بیه هم لوړه ده، نو ددې مصارفو کمولو په موخه دا پرېکړه شوې ده.»

د طالبانو سرچینې وايي څه موده وړاندې شاوخوا ۳۰۰ هایلیکس او کرولا ډوله موټر هم ددې ډلې په کورنیو چارو وزارت کې پر ځینو مسوولینو وېشل شوي دي.

په ترلاسه شوي سند کې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي او تدارکاتي برخې د بودجې په هکله هم پرېکړه شوې ده.

مکتوب وايي چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت تامیناتي او تدارکاتي بودجه دې په فزیکي ډول ورکړل شي، یا هم د کورنیو چارو وزارت ټوله خریداري دې د کمیټې له لارې ترسره شي چې تدارکاتي پروسه یې په نظر کې ونه نیول شي.

په دې مکتوب کې لیکل شوي، چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت د صلاحیت سقف دې له پنځه دېرش میلیونه افغانۍ نه پورته کیږي.

د مکتوب په پای کې لیکل شوي، چې د کورنیو چارو وزارت تامیناتي چارو معینیت ته دنده سپارل شوې چې په دې اړه د مشرتابه عالي مقام په عنوان وړاندیزونه ترتیب کړي او کله چې د رنجر موټرو د تبادلې رپوټ لپاره د مشرتابه مقام ته ځي د منظورۍ لپاره دې پورته ذکر شوي وړاندیزونه هم له ځان سره یوسي.

سرچینو وویل چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه څخه هدف هم ددې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده دی او کله چې سندونه د لاسلیک لپاره د کورنیو چارو وزیر ته لېږل کیږي، بیا خلیفه لیکل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله ددې ډلې د کورنیو چارو، دفاع وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست شل سلنه کارکوونکي له تشکیل نه تنقیص کړي او فعال احتیاط ته یې سوق کړي دي.

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او استخباراتو ریاست سندونو له مخې وړمه ورځ رپوټ ورکړ، چې د طالبانو د بېلابېلو وزارتونو معینانو، رییسانو، د معینیتونو د دفتر رییسانو او مشاورینو د خپل مشر مولوي هبت الله د حکم په اړه ځانګړې ناسته کړې او د تشکیلاتي تنقیص یا احتیاط ته د سوق کېدونکو کارکوونکو څرنګتیا یې ارزولې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په سند کې د تشکیلاتي تنقیص او فعال احتیاط ته د کارکوونکو د سوق په تړاو د ددې ډلې د مشر مولوي هبت الله د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د لسمې میاشتې د ۹مې نېټې د «۵۵۲۸» ګڼې د حکم یادونه شوې ده.

نور خبرونه

رادیو