د پاکستانۍ اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د اېستلو په دویم پړاو کې تر اوسه ۳۳ زره او ۲۵۸ کسان د تورخم له لارې له دغه هېواده اېستل شوي دي.
راپور زیاتوي، ډېری دغه کډوال په خپله خوښه د پاکستان له ټرانزیټي کمپونو سره اړیکه نیسي او بېرته افغانستان ته ستنېږي.
ورځپاڼه کاږي، چې یوازې د یکشنبې په ورځ ۲۷۵۸ تنه افغان کډوال بېرته افغانستان ته تللي دي.
د معلوماتو له مخې، ۷۵۵ تنه افغان کډوال چې د پنجاب ایالت له بېلابېلو سیمو نیول شوي، پرته له دې چې کوم کمپ ته ولېږدول شي، مستقیم تورخم ته وړل شوي او له هغه ځایه افغانستان ته اړول شوي دي.
همداراز په په پېښور کې ۵۹ نور کډوال چې د پاکستاني پولیسو له لوري زنداني شوي وو، هم بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د پاکستان حکومت د اپرېل له لومړۍ نېټې د هغو افغان کډوالو د اېستلو نوی پړاو پیل کړی، چې قانوني اسناد نه لري او یا د افغان وګړو د تابعیت کارتونه لري.
اټکل کېږي، چې شاوخوا ۸ لکه کسان د دغه کارتونو درلودونکي دي چې دا مهال په پاکستان کې ژوند کوي.
پاکستان وايي، چې افغان کډوالو ته د ستنېدو لپاره کافي وخت ورکړل شوی و او نور د پاتې کېدو هېڅ پلمه نه لري.
طالبانو بیا له پاکستانه غوښتي و، چې افغان کډوال دې په زور نه باسي او لږ نور فرصت دې ورکړي؛ خو د اېکسپرېس ټربیون راپور کاږي، چې پاکستان په خپله پرېکړه کې هېڅ نرمي نه کوي او د څلورو ایالتونو اړوند ادارې یې هڅه کوي چې نور پاتې افغانان هم بېرته واستوي.