امیرخان متقي د‌ پاکستان سفیر ته: اسلام اباد ته ووایاست، چې د افغان کډوالو ځورول ودروي

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان له سفیر عبدالرحمان نظاماني سره په ناسته کې د افغان کډوالو سره د یاد هېواد پر نامناسب چلند خواشیني څرګنده کړې او ترې یې غوښتي، چې دغه ډول کړنې دې ودروي.

د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۵مه) د طالبانو د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې متقي د پاکستان له لوري له کډوالو سره کېدونکی چلند د دواړو هېوادونو د اړیکو په زیان بللی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د‌ پاکستان سفیر ژمنه کړې چې د طالبانو اندېښنه درک کوي او د کډوالو مسله به د خپل هېواد اړونده ارګانونو سره شریکه کړي.

همدا راز ویل شوي، چې په یاده ناسته کې دواړو لوریو پر اقتصادي او سیاسي مسایلو هم خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کاږي، چې متقي او نظاماني د متقابلو اغېزمنو اقداماتو او د لوړوپوړو پلاویو په تګ راتګ هم ټینګار کړی دی.

د افغان کډوال په تړاو داسې مهال طالبان او پاکستان سره خبرې کوي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه یاد هېواد د افغانانو د اېستلو دویمه څپه پیل کړې ده.

افغانستان ته یو شمېر ستنېدونکو نیوکې کړې، چې د‌ پاکستاني پولیسو له لوري ځورول شوي او ان شتمنۍ یې هم ترې ضبط شوې ده.

د افغانستان انټرنشنل-پښتو موندنو په ډاګه کړې، چې د پنجاب په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې افغانان پرته له دې چې خپلې شتمنۍ او کاربارونه راټول کړي؛ په جبري توګه ایستل کېږي.

طالبانو تر دې دمخه هم له افغان کډوالو سره د پاکستان پر چلند نیوکه کړې او له دغه هېواده یې غوښتي وو، چې افغان کډوال دې پرېږدي څو په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو بېلابېلو سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوال د جبري اېستل کېدو روان بهیر دې ودروي؛ خو داسې ښکاري چې دغه هېواد په خپل پرېکړه ټینګ ولاړ دی.

د پاکستان د پارلمان یو شمېر غړو هم د افغانانو د اېستل کېدو پر دغه بهیر نیوکې کړ‌ې دي.

له خېبر پښتونخوا ایالت څخه د پارلمان استازي شېرافضل خان مروت د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتي، چې د افغان کډوالو سره دې له نرمۍ کار واخلي او په دغه هېواد کې د پاتې کېدو لپاره دې پر بدیلو لارو فکر وکړي.

نور خبرونه

رادیو