د جرمني راتلونکی لومړی وزیر وايي چې د کډوالو شمېر کموي

۱۱ ساعتونه مخکې

فریدریښ مېرڅ، چې ټاکل شوې راتلونکې میاشت د جرمني نوی لومړی وزیر شي، ویلي چې جرمني باید په کلني ډول له ۱۰۰ زرو کم پناه غوښتونکي ومني، ځکه د هېواد عامه خدمتونه د کډوالو له امله اغیزمن شوي.

مېرڅ، چې مسیحي دیموکراتانو اتحادیې مشري کوي، د جرمني په مشهور تلویزیوني بحث «کارن میوزگا» کې وویل، ښوونځي، روغتونونه او ښارونه د اوکراین، سوریې او افغانستان له جګړو تښتېدلو کډوالو له زیاتوالي سره مقابله نشي کولای.

هغه ژمنه وکړه چې د پناه غوښتونکو کلنی شمېر به له ۱۰۰ زرو ښکته راولي.

ده وویل، « زموږ دریځ دا دی چې دا شمېر باید په ښکاره ډول راکم شي. دا نور باید شپږ رقمي نه وي، ښارونه، ټولنې، ښوونځي، روغتونونه او بنسټیز جوړښتونه تر فشار لاندې دي».

د جرمني د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې پناه غوښتونکو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی.

خو په تېرو ټاکنو کې د ښي افراطي کډوال ضد ګوند اې ایف ډي له دویم ځای ګټلو وروسته پر مېرڅ فشار زیات دی چې د کډوالو پر وړاندې لا سخت دریځ ونیسي.

له ټاکنو مخکې، څو بریدونو چې د پناه غوښتونکو او کډوالو له خوا شوي وو، د مهاجرت پر مساله کړکېچ زیات کړ.

ټیلیګراف تېره میاشت رپوټ ورکړ چې ممکن دغه بریدونه د روسیې له خوا تنظیم شوي وي، چې د اې ایف ډي ملاتړ زیات کړي.

فریدریښ مېرڅ، چې ۶۹ کلن پخوانی د بلاک‌راک اجرایوي رییس دی، د فبرورۍ په ټاکنو کې په اسانۍ بریالی شو او له سوسیال دموکراتانو (SPD) سره یې د ایتلافي حکومت تړون وکړ.

مېرڅ ویلي، د دغه ایتلاف له مخې به، جرمني له خپلو ځمکنيو پولو پناه غوښتونکي بېرته ستنوي، څو پر عامه خدماتو فشار کم شي او د کډوالو شمېر راټیټ شي.

خو د دغه تړون متن وايي چې دا کار باید د اروپايي اتحادیې له ګاونډیو هېوادونو، لکه اتریش، سره په همغږۍ وشي.

دغه ستر ایتلاف یا تور سور چې له سي ډي یو او اېس پي ډي ګوندونو جوړ دی، ژمن دی چې د ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره د « بېرته ستنولو عملیات» پیل کړي او د مهاجرت په سیاست کې یو «نوی مسیر» غوره کړي.

د اې ایف ډي مشرې الیسه وایدل دغه تړون « د تسلیمۍ سند » بللی او مېرڅ یې تورن کړی چې د ټاکنیز کمپاین ژمنې ماتوي.

تېره اونۍ ټیلیګراف ته دسي ډي یو یوه غړي، چې د ایتلاف په خبرو کې شامل و، وویل چې جرمني ښایي د اضطراري مادې «۷۲یمې مادې» له لارې پناه غوښتونکي له پولو بېرته وګرځوي.

ګونتر کرینګز وویل، « په تېرو لسو کلونو کې له څلورو میلیونو زیات پناه غوښتونکي او جګړه‌ځپلي جرمني ته راغلي، زموږ د مدغمولو وړتیا ختمه شوې، عامه نظم او داخلي امنیت سخت اغېزمن شوی».

هغه زیاته کړه چې د مخکیني صدراعظم اولاف شولڅ له خوا هم ۷۲یمه ماده د سرحدي تګ راتګ د کنټرول لپاره کارول شوې وه او دا ماده د هغو کسانو د عمومي رد لپاره هم کارېدلی شي چې قانوني ویزه نه لري.

نور خبرونه

رادیو