په روزګان کې سیمهییز طالب چارواکي وایي، چې د دغه ولايت په خاص روزګان ولسوالۍ کې يو ۲۲کلن ځوان د کورنیو ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.
په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال روزګاني ځایي خبریالانو ته منلې، چې تېره شپه د خاص روزګان ولسوالۍ اړوند «نکریزو» سیمه کې یاده پېښه شوې ده.
بلال روزګاني خبریالانو ته په لېږلي غږیز پیغام کې ویلي، وژل شوی ځوان د کورنیو ستونزو او اندېښنو له امله ځان په ډزو وژلی دی، چې د سختو ټپونو له امله یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
نوموړي په دغه پیغام کې د دغه ځوان د نوم، کورنیو ستونزو او نه هم د پېښې د څېړنو په اړه څه ویلي دي.
بل خوا د روزکګن ولایت د مرکزي روغتون یو ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته منلې، چې یاد روغتون ته تېره شپه ناوخته د طالبانو لهخوا د یوه ۲۲ ځوان جسد ور وړل شوی دی.
د دغه ډاکټر په وینا، نوموړی په سر لګېدلی و او په لاره کې یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې وه؛ خو هغه د پېښې د څرنګوالي په اړه څه نه وایي.
په افغانستان کې دا لومړۍ پېښه نه ده؛ بلکې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼې دې ته ورته پېښې شوې، چې لاملونه یې اقتصادي ستونزې، کورني جنجالونه او یا هم د خپلې خوښې نکاح سره د کورنیو اختلافونه بلل شوي دي.