د راتلونکې چارشنبې په ورځ تمه ده چې یوه بله الوتکه له اسلاماباده ۱۶۲ افغانان د جرمني لایپزیګ هوایي ډګر ته ولېږدوي.
ویل شوي چې په دغو کسانو کې به د جرمني پنځه سیمهییز کارکوونکي او ۱۹ د هغوی د کورنۍ غړي شامل وي.
د جرمني د منلو پروګرامونو له لارې دغه افغانان داسې مهال جرمني ته لیږدول کیږي، چې ددغه هېواد سیاسي ګوندونه او واک ترلاسه کوونکې مسیحي اتحادیه ددغو پروګرامونو له اوږدولو سره موافق نه دي.
د جرمني د مسیحي سوسیال اتحاد یا سي ایس یو سرمنشي مارتین هوبر ددغو الوتنو په غبرګون کې د یکشنبې په ورځ بیلد ام زونتاګ ته وویل، « دا چې د بهرنیو چارو وزیره میرمن بیربوک تر وروستۍ شېبې خپله ایډیالوژي بېپروا تعقیبوي، دا یو ناخوښه کار دی».
په تور او سره ایتلافي تړون کې، اتحاد او ایس پي ډي موافقه کړې چې د افغان کډوالو د منلو پروګرامونه به پای ته ورسوي او نور به دوام نه ورکوي.
له سوسیال ډیموکراټانو سره د ایتلافي تړون تر لاسلیک وروسته د اتحاد پارلماني مدیر تورستن فری اعلان وکړ چې ډېر ژر به افغانستان او سوریې ته د اخراج ځانګړې الوتنې پیل شي.
فری د جمعې په ورځ تاګس شپیګل ته وویل: « د ایتلافي تړون له مخې موږ کولای شو د مهاجرت سیاست کې بدلون راولو».
ده زیاته کړه چې دا [د شړلو] الوتنې به ژر تنظیم شي. فری وویل، « موږ به د دوبي له رارسېدو وړاندې پام وړ شمېر خلک بېرته واستوو».
د سي ډي یو سیاستوال همداراز پر هغو درېیمو هېوادونو د بندیزونو ګواښ وکړ چې له جرمني نه شړل کېدونکي خپل وګړي نه مني. نوموړي وویل، « که دا هېوادونه خپل اتباع و نه مني، نو موږ به خپلې پرمختیایي مرستې پرې کمې کړو او یا به هیڅ ویزې ورنه کړو».
د اېس پي ډي مشر لارس کلینګبایل هم افغانستان او سوریې ته د اخراج پلانونه تایید کړل.
ده بیلد ورځپاڼې ته وویل چې د ایس پي ډي تر مشرۍ لاندې پخواني حکومت کې هم یوه الوتنه افغانستان ته شوې وه. نوموړی زیاته کړه، « او نورې هم کېږي، دا موافقه شوې ده».
هغه د سوریې په اړه وویل: « موږ به هم د مناسب وخت په راتلو سره سوریې ته اخراج پیل کړو»، خو ټینګار یې وکړ چې د سوریې وضعیت باید تر څارنې لاندې وي.
کلینګبایل همداراز تمه څرګنده کړه چې د نوي حکومت پر مهال به د پولو کنټرول زیات شي او له امله به ډېر خلک بېرته واړول شي.
هغه زیاته کړه، « موږ موافقه کړې چې د پولو کنټرول به ډېر شي، نو له همدې امله به رد شوي کسان هم زیات شي».
کلینګبایل چې د تور-سور ایتلاف مرستیال صدراعظم ګڼل کېږي، زیاته کړه: « خو فریدرېښ مېرڅ او زه موافق یو چې دا کار باید له اروپایي شریکانو سره په همغږۍ وشي».