بېکدلي: د فراه –ماهیرود سړک بشپړېدو سره به د افغانستان اړیکې له نورو هېوادونو سره پراخې شي

۶ ساعتونه مخکې

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي وايي، چې د فراه – ماهیرود د سړک په بشپړېدو سره به د ایران او نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پراخې شي.

نوموړي دغه څرګندونې د ایران اقتصادي پلاوي په مشرۍ د دغه سړک له رغنیزو چارو څخه د لیدنې پرمهال کړې دي.

په کابل کې د ایران سفارت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال تر پایه به د فراه – ماهیرود سرحدي سړک چارې بشپړې شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه سړک له بشړېدو سره به په شمالي خراسان ولایت کې د ختیځ - لوېدیځ اقتصادي دهلیز ظرفیت زیات او له ایران او نورو هېوادونو سره به د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې شي.

یاد سړک ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ټرانزیي یوه مهمه لاره ده، چې د اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو په پیاوړتیا کې ستره ونډه لري.​

د دغه سړک د جوړولو چارې په تېر جمهوري نظام کې پیل شوې وې؛ خو د امنیتي ستونزو او نورو خنډونو له امله وځنډېدلې، چې اوس‌مهال یې چارې ۹۰سلنه بشپړې شوې دي.

د ښاغلي بیکدلي په وینا، تمه کېږي چې د دغه سړک چارې د روان کال تر پایه بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دې سړک له لارې د بندر عباس او چابهار بندرونو څخه افغانستان او منځنۍ اسیا ته د مالونو لېږد ۴۰۰ کیلومتره لار لنډېږي، چې د سوداګرۍ لګښتونه کموي.​

د یادولو وړ ده، چې د ماهیرود – فراه سړک د ماهیرود په ځانګړې اقتصادي سیمه کې پای ته رسېږي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ یوه مهمه برخه ده.

افغان پانګه‌وال هم په دې سیمه کې پر پانګونې بوخت دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا کې مرسته کوي.

نور خبرونه

رادیو