د امریکا دفاع وزیر: که له ایران سره خبرې بې‌پایلې وي، بدیل ګامونه به واخلو

۲ ورځې مخکې

د امریکا دفاع وزیر له فاکس نیوز سره په یوې مرکه کې وویل، که د امریکا او ایران ترمنځ خبرې بې پایلې وي، نو نورې ګزینې هم د مېز پر سر دي.
پیټ هېګسېټ دغه راز هیله څرګنده کړه، چې پوځي اقدام ته اړتیا نه وي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمن دی چې د ایران د اټومي وسلو مخه به ونیسي.
د امریکا د دفاع وزیر په عمان کې له ایران سره خبرې "ګټورې" وبللې او زیاته یې کړه، چې ډونالډ ټرمپ د خبرو له لارې د یوې هوکړې ترلاسه کولو ته ډېر جدي دی.
هېګسېټ په ټینګار سره وویل، چې که دا موضوع د خبرو له لارې حل نه شي، نورې لارې هم شته.
یاد امریکایي چارواکي د یمن د حوثیانو پر وړاندې د دغه هېواد د اقداماتو او پراخو عملیاتو د وړتیاوو یادونه وکړه او ویې ویل: "موږ نه غواړو له دې وړتیا ګټه واخلو، خو که اړتیا پېښه شي، نو د ایران د اټومي بم ترلاسه کولو د مخنیوي لپاره به ترې کار واخلو."
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا ویلي، چې له ایران سره روانې خبرې په ښه ډول پرمخ روانې دي.
نوموړي دغه څرګندونې د امریکا د هوايي ځواکونو په ځانګړې الوتکه (اېرفورس ون) کې له خبریالانو سره کړې دي.
تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیف ویټکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ نېغ ‌په‌ نېغه اړیکې د "دواړو هېوادونو لپاره د ګټور تړون پر لور یو مهم ګام بلل شوی دی."
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، چی دغه خبرې په «مثبت او د متقابل درناوي په فضا» کې ترسره شوې دي؛ خو دا یې هم زیاته کړې چی دا خبرې «غیرمستقیمې» وې.
له خبرو وروسته عباس عراقچي چې د ایران د مرکچي پلاوي مشري کوي، وویل چې د مذاکراتو دویم پړاو به د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو