منظور پښتین: له پاکستان په زور د افغانانو د ایستلو په غبرګون کې لاریونونه پیلوو

۲ ساعتونه مخکې

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور احمد پښتین له پاکستان په زور د افغانانو د اېستلو په غبرګون کې د لاریونونو پیلولو خبره کوي.

نوموړی وايي، دغه لاریونونه د اپرېل پر ۱۵ په چمن ښار کې له سیاسي ګوندونو او د سوداګرو ټولنې سره په ګډه پیلوي او وروسته به نورو ښارونو ته هم وغځېږي.

ښاغلي پښتین پر خپل فیسبوک پاڼه له خلکو غوښتنه کړې، چې په دې لاریونونو کې ګډون وکړي.

منظور پښتین وړاندې ویلي و، چې له پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستل کېدو په غبرګون نن مازدیګر د جرمني په فرانکفورټ ښار کې هم لاریون کیږي.

د منظور پښتین دغه غږ داسې مهال کیږي، چې له پاکستان په زور د ایستل کیدونکو افغانانو لړۍ خورا چټکه شوې او د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې هره ورځ د زرګونه کسانو د ایستل کیدو خبرونه ترلاسه کېږي.

د یاد هېواد پولیسو د پنجاب په ګډون په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو په نیول کیدو پسې کور په کور عملیات پیل کړي دي.

نور خبرونه

رادیو