متحده جبهه: افغان کډوال باید د طالبانو د چارو سزا و نه ویني

۱۰ ساعتونه مخکې

د افغانستان متحدې جبهې په یوه خبرپاڼه کې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د جبري اېستلو په غبرګون ښودلی دی او ویلي یې دي، چې «کډوال باید د طالبانو د کړنو سرا ونه ویني»

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري شړل غیر انساني اقدام دی.

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان متحده جبهې نن د وري په ۱۶مه د یوې خبرپاڼې خپرولو سره لیکلي، پاکستان هغه کورنۍ په نښه کوي چې د طالبانو افراطي رژیم له ظلم، فقر او بشري فاجعې تښتېدلې دي.

دغه جبهې د ایران او پاکستان له حکومتونو غوښتي چې د اسلامي ارزښتونو او بشري حقونو پر بنسټ له افغان کډوالو سره انساني چلند وکړي.

دوی زیاتوي چې پاکستان د تېرو لسیزو په اوږدو کې افغانانو ته پناه ورکړې وه او دوی غوښتنه کړې چې یاد هېواد دې د انسان دوستۍ لارې ته دوام ورکړي نه دا چې «د خپلو ظالمانه سیاسونو له لارې د افغانانو انساني کرامت او امنیت له منځه یوسي.»

دغه جبهې پر افغانانو غږ کړی، چې په دې سخت وخت کې د خپلو افغانانو سره یو موټی شي او د عدالت لپاره غږ پورته کړي او یا هم مستقیمې مرستې ورسره وکړي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي:« طالبان نه ویوازې خپلو دروغجونو ژمنو خپلو لابیګرانو او ملاتړو ته وفادار پاتې نشول بلکې د افغان ولس لپاره یې لا نور ظلم، رټل او بې ځایه کېدل رامنځته کړل.»

دوی همدراز ویلي چې دغه جبهه د طالبانو پرضد فعالیتونه کوي ترڅو افغانستان د ټولو افغانانو او نړۍ لپاره یو خوندي کور شي.

پاکستان د ۲۰۲۳کال له اکتوبر میاشتې راهیسې له دغه هېواده څه باندې ۸۰۰زره کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو