د سي این این د راپور له مخې، د امریکا یوې فدرالي قاضۍ د پنجشنبې په ورځ وویل، چې هغه به د ټرمپ ادارې ته دا اجازه ورنه کړي، چې د لنډمهالي قانوني خوندیتوب درلودونکو کیوبا، هایتي، نیکاراګوا او وینزویلا هېوادونو وګړو ته له امریکا څخه د وتلو امر وکړي.
اندرا تلواني چې د متحده ایالاتو د ولسوالۍ قاضۍ دي وویل: «هغه به د یادو شویو څلورو هېوادونو له ۵۰۰۰۰۰ څخه ډیرو وګړو ته تر هغې په امریکا کې د پاتې کېدو امر صادر کړي، چې ترڅو یې قضیې بل پړاو ته نه وي تللي.»
هغه د اورېدنې په لړ کې په مکرر ډول د حکومت د ادعاو په اړه نیوکې وکړې، او ویې ویل چې د ټرمپ ادارې د دغې پرېکړې له امله هغه وګړي، چې په قانوني توګه یې د لنډمهالې اوسېدنې پروګرام ترلاسه کړی، اوس د هر څه له لاسه ورکولو د کواښ سره مخامخ دي.
مېرمن تلواني وویل: «د دغه پروګرام پای ته رسولو تشریح د قانون څخه په ناسم تعبیر ولاړه ده، د ستونزې اساسي ټکې دا دی، چې د دغو وګړو د مافیعت موده راکمه کړای شوې ده، مونږ باید یوه معقوله پرېکړه وکړو.»
د هایتین برج الاینس کډوالۍ مدافع وکیلانو ټولنې مشر ګورلین جوزف وویل، چې په دې پروګرام باندې بریدونه د کډوالۍ په اړه د ټرمپ د ادارې له ستراتیژۍ سره په تضاد کې دي.
جوزف وویل: «موږ دلته د خلکو کیسې اورو چې په غیر قانوني توګه راځي او د ټرمپ اداره غواړي چې غیرقانوني کډوالۍ مخه ونیسي.خو موږ نن په ښکاره وینو چې داسې نه ده. ان هغه خلک چې قانوني حیثیت لري، مالیه ورکوي او کار کوي تر برید لاندې دي.»
بلخوا بیا د حکومت وکیل، براین وارډ، په محکمه کې استدلال کړی چې حکومت به د دې وګړو ستنولو ته لومړیتوب ورنه کړي.
د دغه پروګرام پای ته رسول په دې معنا نه دي، چې دا اشخاص د کډوالۍ په نورو پروګرامونو کې برخه نه شي اخیستلی.
د یادولو وړ ده، چې تیره میاشت، د ټرمپ ادارې د سلګونو زرو کیوبایانو، هایتیانو، نیکاراګوانانو او وینزویلا قانوني خوندیتوب لغوه کړل، او د دوی لپاره یې په ۳۰ ورځو کې د احتمالي اخراج قضیه ترتیب کړه.