د طالبانو سترې محکمې ویلي، په خوست او جوزجان ولایتونو کې یې د پنځو ښځو په ګډون ۱۳ کسانو ته په عام محضر کې بدني سزا ورکړې ده. دغه کسان د «نامشروع اړیکو، دشعائرالله توهین، رشوت او دروغ راپور ورکولو» په تورم په دورو وهل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یوې ښځې په ګډون دریو کسانو ته یې د زنا په تور او د دوو ښځو په ګډون اتو کسانو ته یې د نامشروع اړیکو، دشعائرالله توهین، رشوت او دروغ راپور ورکولو په تور له دوو تر پنځو کالو تنفیذي بند محکوم او له ۳۵ تر ۳۹ دورې یې ووهل.
همدارنګه د طالبانو سترې محکمې په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، چې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې یې دوو ښځو ته د نا مشروع اړېکو لرلو او له کور د تیښتې په تور هره یوه ۳۹-۳۹ دورې وهلې او په ۳-۳ کاله تنفیذي بند یې محکومې کړې دي.
طالبانو ویلي، په خوست او جوزجان ولایت کې یې دغو کسانو ته د سزا ورکولو پرمهال عام خلک هم وربللي وو.
طالبانو تېره ورځ په فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو کې څلور کسان په عام محضر کې اعدام کړل.
د طالبانو دغې چارې ته یوناما، د بښنې نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر سخت غبرګونونه وښودل.