براین مسټ: د بایډن له‌خوا افغانستان ته استول شوې پیسې د طالبانو لاسته ورغلې دي

۴ ساعتونه مخکې

د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر براین مسټ ویلي، چې د امریکا د پخواني ولسمشر جوبایډن له‌خوا افغانستان ته استول شوي میلیونونه ډالره د طالبانو لاسته هم لوېدلي دي.

هغه نیوکه کړې، چې بایډن له کومې مشخصې موخې پرته دغه پیسې لېږلې دي.

هغه د (وري ۲۲مه) پر خپلې اېکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او نیوکه یې کړې، چې بایډن پرته له رسمي اړیکو او په افغانستان کې د امریکا سفارت له نه موجودیت سره سره د امریکایانو د مالیې پیسې افغانستان ته استولې، چې د مسټ په خبره، بایډن باید داسې نه وی کړی.

نوموړي ویلي، بایډن په داسې حال کې یوازې پنځه میلیونه ډالره یوازې د زده کړو د ملاتړ په موخه لېږلي دي، چې طالبانو په ټول افغانستان کې پوهنتونونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي او ښځې یې هم د زده کړو لپاره له ورتګه منعه کړې دي.

ښآغلي مسټ زیاته کړې، چې طالبان د زده کړو هغه برخې تړي چې لوېدیځ ته منسوبې ګڼل کېږي،‌ خو د اسلامي شریعت تدریس یې پر خلکو جبري کړی دی. 

د هغه په وینا: «موږ د افغانانو لپاره هغو ښوونځیو ته د تګ پیسې ورکوو، چې طالبان یې اداره کوي او هلته بیا د طالبانو د تبلیغاتو تر مستقیم تاثیر لاندې راځي.»

نوموړي دا هم زیاته کړې، چې امریکا د مذهبي زغم او تحمل د پراخولو لپاره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې سلګونه زره ډالره لګولي دي.

هغه ویلي: «لسګونه میلیونه ډالره د نشه یي توکو د روږدو پر درملنې لګول شوي دي. خو موږ باید د دوی د اعتیاد درملنې ملاتړ وکړو؟ دا هېڅ معنا نه لري.»

تر دې مخکې ټرمپ هم ګواښ کړی و، چې پر طالبانو به د نغدو پیسو کڅوړې بندې کړي او دا ډله به نور هره اوونۍ نږدې څلوېښت میلیون ډالري کڅوړې ترلاسه نه کړي.

لا وار دمخه د افغانستان د پخواني جمهوري‌ نظام یو شمېر لوړ پوړو چارواکو د امریکا له لوري افغانستان ته پر لېږل کیدونکو نغدي کڅوړو نیوکې کړي.

د محمد اشرف غني مرستیال امرالله صالح بیا لا دا هم ویلي وو، چې د دغو نغدي کڅوړو له کبله د طالبانو داخلي جوړښتونه قوي شوي او د ځینو ترهګرو ډلو لاسونو ته هم دغه پیسې لویدلې دي.

په امریکا کې پر حکومت یو شمېر څارونکو نادولتي موسسو هم د بایډن ادارې له لوري پر ترسره کیدونکو دغو نغدي مرستو څېړنې کړې وې او موندنو یې ښودلې وه، چې طالبانو د یو شمېر جعلي‌ نادولتي موسسو په جوړولو سره د امریکا دغه نغدي کڅوړې لاسته راوړي دي.

طالبان هم د امریکا له لوري د نغدي‌ کڅوړو د بندیدو پرېکړې ویرولي او دغه ډله یې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ کړې ده.

نور خبرونه

رادیو